کور / تازه خبرونه / کونړ: دوسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ نښته شوې

کونړ: دوسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ نښته شوې

وسله وال طالبان ادعا کوي چې بېګا شپه يې د کونړ ولايت پر مروره ولسوالۍ بريد کړی چې دغه ولسوالي يې له دولتي ځواکونو ونيوله او تر درې ساعتونو د دوی په ولکه کې وه. طالب وياند ذبيح الله مجاهد لر اوبر ته وويل چې په دې بريد کې يې پينځلس تنه پوليس وژلي او همداراز د دوی درې تنه طالب ملګري هم وژل شوي دي. د مجاهدپه وينا چې په دې بريد کې دوی ته پينځه ميله راکټونه او شپږ ميله کلاشينکوفونه هم په لاس ورغلي دي.
دکونړ امنيه قوماندان جنرال خليل الله ضيايي د وسله والو طالبانو لخوا پر يادې ولسوالۍ د ترسره شوي بريد پخلی وکړ او ويې ويل چې په دې بريد کې ددوی يوازې يو تن پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي. نوموړي ادعا وکړه چې په دې نښته کې يې د وسله والو طالبانو پينځه تنه وژلي او نه يې دي پري ايښي چې ولسوالۍ ته ننوزي.
مروره په کونړ کې هغه پرته سرحدي ولسوالي ده چې پاکستان سره ګډه او کله ناکله ترې د دواړو غاړو تر منځ د نښتو او مرګ ژوبلې خبرونه راځي.