کور / تازه خبرونه / ټاكل شوې ولسمشر كرزى نن مطبوعاتي كنفرانس وركړي

ټاكل شوې ولسمشر كرزى نن مطبوعاتي كنفرانس وركړي

ټاكل شوې ده افغان ولسمشر حامد كرزى نن په كابل كي يوې خبري غونډي ته وينا وكړي.
حامد كزرى پرون د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون له خوا تر راتلونكو پينځو كلونو پوري د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان شو.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون دا پرېكړه وروسته له هغې وكړه چي د افغانستان د ولسمشرۍ په سږنيو انتخاباتو كي د ښاغلي كرزي اصلي سيال ډاكتر عبدالله عبدالله د يكشنبې په ورځ د انتخاباتو په دوهم پړاو كي د نه ګډون اعلان وكړ.