اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی بارک اوباما نن حامد کرزي ته د بېله انتخاباتو ولسمشر کېدو په مناسبت د مبارکۍ تلیفون وکړ او د هغه په ترڅ کی یې خبردارﺉ ورکړ چی دﺉ باید جدی هڅي کړی چی فساد ختم کړی او هېواد خپله دفاع پخپله وکړای سی . اوباما وروسته وویل چی « ما پر دې ټینګار وکړ چی نور نو باید یو نوی فصل خلاص سی . » خو کله چی کرزي ډاډ ورکړ نو اوباما وایی چی ما ورته وویل « ثبوت باید په خبرو کی نه بلکی په عمل کی وښودل سی . » اوباما د بېله انتخاباتو ولسمشر کېدو دغه بهیر « ککړ » وباله خو ویې ویل چی کرزی بیا هم د افغان اساسی قانون سره سم ګټندوی سو .
څیرونکي وایی چی سپینه ماڼۍ په داسی حال کی دا ټول فشارونه پر کرزي ور زیاتوی چی افغانستان ته د لسګونو زرو پوځیانو د ورلیږلو تصمیم لری او غواړی چی د هغوی تلفات لږ او د کرزي څخه د پخوا برعکس ډیر کار واخلی .