واشنګټن پوسټ نن ولیکل چی سی آی اې پخوا د افغانستان ټول نفوس ۳۳٬۶ ملیونه ښودﺉ خو اوس یې یو دم اعلان وکړ چی یا ، دغه رقم صحیح نه دی بلکی د افغانستان ټول وګړي تقریبأ ۲۸٬۴ ملیونه دي یعنی پنځه ملیونه تفاوت . سی آی اې د دې لږ ښودلو یا پخواني زیات ښودلو علت نه دی واضح کړی .
خو څیړونکي اندېښمن دي چی د یوې بهرنۍ غیر مسلکی خصوصأ استخباراتی شبکې لخوا د یو بل هېواد د نفوس دومره لوی بدلون ښودنه ، هغه هم په دغسی یو څپانده حالت کی هرومرو باید نامطلوب عزایم او منفی نتایج په بر کی ولری .