کور / تازه خبرونه / امریکا کرزي ته د ولسمشر کېدو مبارکی وویله

امریکا کرزي ته د ولسمشر کېدو مبارکی وویله

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی امریکا او ملګرو یې حامد کرزي ته د بې سیاله ولسمشر کېدو مبارکي وویل . په کابل کی د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کی وویل چی موږ به د کرزي سره همکاری کوو . اعلامیه زیاتوی چی د ده ولسمشر کېدل د افغانستان د اساسی قانون سره سم کار دی . برتانیې او د ملګرو ملتونو جوړښتون هم د کرزي دوهم ځل ولسمشر کېدل په رسمیت وپېژندل او هغه ته یې مبارکي ورکړه .
خو څیړونکي معتقد دي چی امریکا بله چاره نلرله تر څو د ټولو تقلباتو سره سره د کوم بل اعتباری نفر د نشتوالي له امله حامد کرزی ته ترجیح ورکړی .