کور / تازه خبرونه / حامد کرزی ولسمشر شو

حامد کرزی ولسمشر شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چې ټاکنې به نه کیږي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر عزیزالله لودین نن یوې خبرې غونډې ته وویل چې د ډیر او بې ځایه لګښت د مخنوي په موخه یې د اساسي قانون د 156 مادې او د ټاکنو د کميسيون د 49 مادې له مخې حامد کرزی ګټونکی اعلان کړ.
کمیسیون وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه چې د حامد کرزي په وړاندې ولسمشرۍ ته کاندید عبدالله عبدالله پرون په ټاکنو کې د ګډون څخه تیر شو.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ دویم ځل ټاکنې به د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ تر سره کېدې.
بل پلو د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون چې همدا اوس په کابل کې دی وویل چې د افغانستان د اساسي قانون سره سم هر څوک چې ولسمشر شي نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ او نړیواله ټولنه به یی ملاتړ وکړي.