کور / راپور / د وزيرمحمدګل خان مومند ادبي بهير اوونيزي غونډي راپور

د وزيرمحمدګل خان مومند ادبي بهير اوونيزي غونډي راپور


لرغونی بلخ
د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير اوونيزه غونډه د روان كال د لړم په اتمه نېټه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر كې وشوه.

 غونډه چې ويندويي چارې يې ضمير سار پر مخ بيولې، د غلام نبي څپاند په تلاوت پيل شوه.

پير محمد حسين خيل مشر مېلمه او بريالى جلالزى كوربه وټاكل شول.

د تېرې اوونۍ راپور غلام نبي څپاند ولوست. ذبيح الله احساس وويل: په راپور كې ځيني جملې اضافي وې، كه و نه ليكل شي راپور ته كوم تاوان نه رسوي لكه: (څپاند داسې وويل) پر ځاى څپاند وويل، يا (مشر مېلمه د دريځ له مخې وويل) مشر مېلمه وويل….

كره كتنې ته د عنايت الله احمدزي دوه څلورېځې وړاندې شوې.

راشه ياره چې پخلا شو
ژوند يو ځاى، غم نه جلا شو
دا مې ستره كاميابي ده
چې جانان مې له رقيبه زر جدا شو

بريالي جلالزي وويل: د لومړۍ څلورېزې اخره نيم بيتي سلابونه ډېر دي. احساس وويل: (( د څلوريزې دواړه بيتونه بايد تړاو ولري. څلوريزه د يوه وړوكې نظم په څير وي)).
احساس په دويمې نيم بيتي كې تخنيكي ستونزې ته اشاره وكړه او زياته يې كړه، شاعر وزن مجبوره كړى چې  فعل را نه وړي. هغه وويل: نيم بيتي دې بايد داسې وليكل شي.
ژوند يو ځاى كړو، غم نه جلا شو

 


ته چې سترګې تورې په رنجو كې
په كتو دې شراب راكې په جامو كې
په مينه مينه را ته مه ګوره ډېر
ګرځم نه پوهېږم ځمه  په اغزو كې

څلوريزه د ګډونوالو لخوا وستايل شوه.

عنايت الله احمدزي له ټولو مننه وكړه.

په ازاده مشاعره كې ګډونوالو شعرونه ولوستل.

مشر مېلمه غونډه وستايله او ځوانان يې وهڅول تر څو په دا ډول غونډو كې برخه واخلي.
كوربه د غلام نبي څپاند راپور او د عبدالجميل تاند شعر وستايل.

غونډه پر وياند كره كتنې نه وروسته د سار په دعا پاى ته ورسېده.