کور / تازه خبرونه / کاپيسا:د ناټو پر کاروان بريد کي مرګ ژوبله رامنځته سوې ده

کاپيسا:د ناټو پر کاروان بريد کي مرګ ژوبله رامنځته سوې ده

دناټو لخوا لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي ددوی د ځواکونو پر يوه کاروان نن په کاپيسا کي د وسله والو لخوا بريد سوی چي په نتيجه کي يې د ناټو په وينا يو سرتيری ژوبل سوی دی ، ناټو وايي چي په بريد کي له سپکو وسلو او راکيټ څخه کار اخستل سوی دی چي په نتيجه کي يې اووه ملکي کسان ژوبل سوي دی ، ناټو په دې بريد کي د يوه وسله وال د وژل کېدو خبره هم کړې ده ، طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .