بیدرده آشنا هر وخت زړګې تا را یادوي
د اوښکو سیلاب سترګونه په ما راپاروي
شاید چې پدې غټ اولوې دنیا بل غمخوار نشته
قسمت چې چیرته غم ګوري په ما را باروي
سل ځله فاسق ښه دی د هغې زاهد په سر
د خولې په بد عادت چې مسلمان آزاروي
طاهري سره نشته سره اوسپین چې چاله ورکړي
خو سر او مال به هر وخت تر آشنا قربانوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه