د کليو د بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت د ملی پيوستون پروگرام (٩٠) پروژی پدی وروستيو کى د فارياب په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شو ی.
د دی ولايت د ملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی دڅښاک داوبو د(٤٨) څاگانو کيندنه ، ددوه وو ژورو څاگانو کيندنه ، د(٨٩) مترو په اوږدوالى داوبو رسولو دشبکى غځول ، داوبو ددوه وو زيرمو جوړول، د (١١٥٦٦) مترو په اوږدوالى دڅښاک داوبو دشبکى غځول د (١٤٣) مترو په اوږدوالى ديوه کرنيز کانال کيندنه ، د څښاک داوبو د(٥٨) غرنيو زيرمو جوړول ، د(١٦) کرنيزو اوبو زيرمو جوړول ، ديوه ښوونځى جوړول چي اته ټولگى لرى ، ديوه ټولنيز مرکز جوړول، د(٦١) پل گوټيو جوړول، د(١٨٣٠) مترو په اوږدوالى ديوه استنادى ديوال جوړول ، د(٦٨) مترو په اوږدوالى ديوه سربند جوړول، ديوه ترناب جوړول ، د(١٢٢) کيلو مترو په اوږدوالى ديوه کليوالى سرک ترميم او شگى اچول، دڅلورو معبرونو جوړول او د ښځو لپاره د خياطى دکورسونو دايريدل شا مل دى .
يادى شوى پروژى د فارياب ولايت د پشتون کوټ ، په ولسوالي کي د (١٢٨٨٩٠٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پا سه (٢٢٢٦٥) کورنی ترينه گټۀ اخلی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه