کور / تازه خبرونه / کرزی د مشروعیت د ستونزو سره مخامخ سو

کرزی د مشروعیت د ستونزو سره مخامخ سو

فرنس پریس او نړیوال آژانسونه خبر ورکوی چی د ډاکټر عبدالله د تحریم د اعلان څخه وروسته حامد کرزی نور نو د مشروعیت د پوښتنی سره مخامخ سو . تحلیل ګران وایی چی په تیرو انتخاباتو صرف ۳۸٬۷ سلنی مستحقو خلکو رایی ورکړي وې او که دا سلنه اوس تر ۲۰ لږ سی نو سره له دې چی کرزی به ولسمشر سی ( ځکه حریف یې له صحنې ووت ) خو د افغانانو خصوصأ مخالفینو په نزد به یو غیر مشروع ولسمشر وی . دوهم مشکل به دا وی چی ډاکټر عبدالله به یو خو د ده مشروعیت و نه منی بل دا چی د ده صلاحیت ته به هم غاړه نه ایږدي یعنی ډیري ستونزي به ورته جوړوی . درېیم مشکل هم دا دی چی د طالبانو سیاسی پله به د هغوی د عملیاتی فشار تر څنګ نوره هم درنه سی او څلورم دا چی د افغانانو داخلی نفاق او بی باوری به پسی زیاته سی او پنځم دا چی افغانستان به په مجموع کی یو سیاسی بحران ته په غیږ ورسی .