کور / سياسي / ګران قيمت، او د بري کم احتمال

ګران قيمت، او د بري کم احتمال

 

تېره اونۍ د نېشن اونيز ي د افغانستان په اړه  د يو شمېر امريکايي څارونکو نظرونه خپاره کړي ول. له هغو مقالو څخه يوه د سټيفن والټ په قلم ليکل سوې وه.    د امريکا په ټولنه او ليکوالانو کي په زیاتېدونکې توګه  د افغانستان د جنګ لپاره عام ولسي ملاتړ کمېږي.   د امريکايي ټولني ښی، چپ، لیبرال، محافظ کاره، پخواني دپلوماتان او د خارجه وزارت  ځوان  مامور ښاغلی هو  ګومان کوي چي  په افغانستان کي دامريکايي عسکرو د اوږدې مودې پاته کېدل او  هلته اضافه  عسکر استول سم کار ندی.  زياتره  امريکایان فکر کوي چي جنګ اوږدېږي، تلفات زياتېږي، او د جنګونو لګښت اقتصاد خراب کړی او خزانه يې تشه توره کړېده.   پدې مقاله کي زياته توجه د جنګ بشري او اقتصادي  لګښتونو ته سوې ده.   بل دا چي په امريکا کي دعمومي افکارو يوه بېلګه هم ده.  په امريکا او اروپا کي  د عامه افکارو نوي سروې ښيي چي  د افغانستان د جنګ په ارتباط خلک ستړی او شکمن سوي دی.  همدې مسلې د ښاغلي اوباما پر تصميم نيولو باندي هم اغېزه ښندلې ده، او د تصميم  کار يې ځنډنی او ټکنی کړی دی.  همدا سبب دی چي رپبلیکن او نور مخالفان ښاغلي اوباما په ټکنیتوب او نه قاطعيت باندي تورنوي.   د جمهورریس اوباما په حزب کي مخالفت د رپبليکن  په پرتله زيات سوی دی. مقاله د اکټوبر پر ۲۱  مه د نېشن په ويب سايټ کي  خپره سوې ده، او قريب ټوله ترجمه سوېده. 

د افغانستان په باب تصميم نيول د جنګ د قيمت په اړه  ژور تفکر ته اړتيا لري.  دغه راز،  د بري د احتمالي ګټلو  په باب هم  بايد پوره سوچ وسي. 

موږ پوهېږو چي قميت به ډېر ګران او جګ وي.  د ۲۰۰۱ راهيسي، متحده ايالاتو د افغانستان پر جنګ باندي څه د پاسه ۲۲۳ بيلونه ډالره لګوي دي، او د جګړې کلنی لګښت څه نا څه ۵۶ بيلونه ډالرو ته رسېږي، خو واقعي قيمت به لا جګ او ګران وي، ځکه پدې قيمت کي د پوځي وسايلو استهلاک، د متقاعدو او ټپي عسکرو مصارف، او په جنګ پوري مربوط نور لګښتونه  شامل ندي.  تر ټولو مهمه خبره  دا ده چي تر اوسه پوري څه د پاسه ۸۵۰ عسکر وژل سوي او په زرهاوو نور کاري ټپي سوي دي.

بده لا دا چي بري ته نژدې سوي  لا هم نه يو.  د اوباما حکومت اعتراف کوي چي چلنجونه «ډارونکي» دي، او  (د امريکا د پرمختګ لپاره  مرکز )وروستی  خو البته د جنګ د دوام طرفداره  رپوټ وايي کاميابي لاسته راوړل «د متحده ايالاتو اوږدې مداخلې ته اړتيا لري، او امريکا مجبوره ده چي د ملي امنيت ټول منابع پکار واچوي.  او دا کار به اقلا لس کاله وغواړي.» دغه راز، په افغانستان کي بری دا هم ايجابوي چي داسي پوليس او پوځ جوړ سي چي د افغانستان حکومت به يې په مالي لحاظ د چلولو او تمويل توان ونلري، مانا داچي کابل به تر ابده پوري د متحده ايالاتو چاندو او مرستو ته اړ وي. 

مطلب دا چي: په افغانستان  کي پاته کېدل به ډېر نور امريکايي عسکر د مرګ ګوله کړي، خو بېشماره ملکي افغانان به هم  سټ سي، او په سلهاوو  بيلونه ډالره به  نور هم مصرف سي. 

مګر ايا د افغانستان  د معاملې احتمالي ګټه په تاوان ارزي؟  جمهورريس اوباما وايي موږ  بايد اجازه ور نه کړو چي افغانستان يوځل بیا « دالقاعدې پداسي خوندي مرکز بدل سي چي له  هغه ځايه به د امريکايانو د وژولو بندوبست کېږي.»   خو په افغانستان کي د طالبانو ماتول د القاعدې د خنثی کولو کلي او د حل لاره نده.  حقيقت دا دی که چيري په افغانستان کي  د حکومت او ملت جوړولو هڅي او چاري زموږ تر اټکل او توقع لا ښې سمبال سي، د افغانستان حکومت به بيا هم د هېواد پر ډېرو سيمو باندي محدود حاکميت ولري، او  د القاعدې د حجرو د بيا را خوټېدو  مخنيوی به   ونه کړای سي. 

بلخوا، القاعده دخپلو حملو او دسيسو لپاره پراخو سيمو او مجهزو اډو ته اړتيا نلري؛   ځکه څه چي القاعده ضرورت ورته لري هغه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي امن کورونه او د شيهدانو بلقوه کاروانونه دي.  د القاعدې «کلون»  همدا اوس په يمن، سوماليا، او نورو ځايونو کي ګرځي راګرځي.  نو بنا، په افغانستان کي د القاعدې د مشرانو لپاره د «ټېک ځايونه» نه پرېښودل به  د ا لقاعدې مرګاني خطرونه کم  نه کړي.  که چيري القاعده زموږ اصلي اندېښنه وي، نو په افغانستان کي جنګ په زياتېدونکی توګه يو حماقت دی. 

لنډه داچي زموږ د بري لپاره احتمال ډېر کم دی.  د حامد کرزي حکومت فاسد، بې کفايته، او د اصلاحاتو په مقابل کي حساسيت لري.  طالبان په  پاکستان کي د سېب ځايونه لري او کولای سي چي د محلي خلکو په مينځ کي پټ سي.  همدا واقعيت هغوی ته ددې چانس ورکوي چي زموږ  زني را وتړي.  پاکستان  له ډېر وخت راهيسي د طالبانو تر شا ولاړ وو، او اوس يې هم مطمين ملګری دی.  زموږ اروپايي ملګري له جنګه بېزاره سوي دي، او د  وتلو لاري چاري لټوي.  هر څونه ډېر عسکر چي  افغانستان ته استوو، په هغه اندازه د افغانانو په مسايلو کي زياته مداخله کوو، هر څونه ډېر چي د بهرني اشغالګرانو شکل او رنګ اخلو، په هغه اندازه  به د سخت مقاومت سره مخامخ کېږو.  نو بنا، د متحده ايالاتو د بري  لپاره تمه ډېر کمه ده. 

له نيکه مرغه، له افغانستانه  به د امريکا د عسکرو راايستل  ا لقاعده غښتلې نه کړي.  که چيري طالبانو يو ځل بيا قدرت ترلاسه کړ، هغوی ښايي دې نتيجې ته رسېدلي وي چي د اسامه بن لادن  ورتګ به د هغوی لپاره ډېر خطرناکه وي.  مګر که چيري هغه ورسي، يو وچي ته محاط او وروسته پاته افغانستان به پر امريکا باندي د حملې لپاره مناسب ځای نه وي.  همدا سبب وو چي د سپټمبر د یوولسمي دسيسه په هامبورګ جرمني کي وتړل سوه.  که چيري د القاعدې مشران مجبوره وي چي په يوځای کي پټ وي، زموږ لپاره تر بل ځای افغانستان ډېر ښه او په ګټه  دی. 

حقيقت دا دی چي دوی مجبوره دي چي په يوځای کي  پټ سي، خو افغانستان به د پټېدو لپاره مناسب ځای نه وي.  بن لادن تر سپټمبر پخوا تر يوه حده پوري په افغانستان کي ازاد تګ راتګ او عمليات کول، ځکه متحده ايالاتو د هغه پرخلاف پوره جنګ نه وو اعلان کړی.  خو اوس هغه ورځي ولاړې اوختمي سوې.  طالبان به ونه کړای سي چي بن لادن د متحده ایالاتو د کومندوعسکرو، توغنديو، او ډرونز طيارو په مقابل کي وساتي.  هغه او  قاتل ملګري به يې مجبوره وي چي مدام په يوه مصون کي خپ ناست وي، له همدې سببه به  د طالبانو کاميابي  د بن لادن موقعيت ټينګ نه کړي. 

لنډه داچي په افغانستان کي د متحده ایالاتو بری به القاعده ختمه نه کړي، او هم به  له هغه هېواده  د راوتلو  شرايط لا خطرناکه نه کړي.  نو که چيري د افغانستان د جنګ نتيجه د القاعدې پر خطر باندي چندان اغېزه نلري، لازمه نده چي د امريکایانو ويني او خزانه هلته عبث او ضایع سي. 

د اوباما لپاره تصميم نيول بايد اسانه وي، ځکه د جنګ لګښت ورځ په ورځ  زياتېږي، ګټي يې خورا کمي دي، او د بري احتمال  يې هډوښکاري نه .  که چیري ښاغلي اوباما همدا مطلب  امريکایانو ته تشریح کړي، او ورته ووايي چي د  راوتلو وخت دی، اکثره به ورسره موافقه وکړي.