د يوې څانګې څو ګلونه دي ټول
افغانان يو بل سره ورونه دي ټول
پېغلې يې هم سر نه دستار تاووي
د ملالۍ غوندې مېړونه دي ټول
د ننګ شمله يې تر اسمانه رسي
لکه شمشاد د غيرت غرونه دي ټول
د لر اټک نه د امو تر څنډو
د يو وجود څو اندامونه دي ټول
اجمل اټک يوسفزی
سور پېښور ته !
مات لښکر ټول بيا په موږ يرغل کوي
اخلي لږه سا په موږ يرغل کوي
زه غره کې رمې پيايم شپېلۍ وهم
دا مو ده ګنا په موږ يرغل کوي
هسې خو ډيوو ته پوکي نه کوي
وژني چې رڼا په موږ يرغل کوي
اوس به نو زه کوم ګرېوان ته لاس اچوم
ټوله چې دنيا په موږ يرغل کوي
هسې خو دې وروره په شا نه ټپۍ
ګوره چې په تا په موږ يرغل کوي
پل مې د غليم تر اټک وڅاره
کور نه ياره ستا په موږ يرغل کوي