دزابل ولايت یو شمیرهغه ګډوال چی له بهر څخه راستانه شوي
وایی که دولت ورته دسرپناه لپاره ځمکی ور نه کړی نودوی به په مظاهرولاس پوری کړی
دوی دګډوالودرياست پر چارواکونیوکه کوی اووایی دغه چارواکو دوه كاله مخكي دځمکو پیسی هم تری اخیستی خو ځمکی یی لاتردامهاله نه دی ورکړی ،په دي اړه يوتن كډوال حبيب الرحمن لراوبر ته خپلي ستونزي داسي بيان كړي(( دسرپناه لپاره ځمكه نلرم دكډوالو په رياست كي مي دوه كاله مخكي روپي تحويل كړي دي
خوتراوسه يي ځمكه نده راكړي كه دولت ځمكه رانه كړي نوموږ به لويه لاره بنده كړو))
دزابل دكډوالو ريس مطع الله لراوبر ته وويل چه دوی دوزیر په لارښونه دځمکودویش نوی پلان ترلاس لاندی نیولی ، نوموړي زياته وي چه ددي پلان په عملي کولوسره به یی دخلکوروانی ستونزی حل شی
دیادونی وړده چی زابل ته راستانه شوی کډوال په داسی حال کی دځمکو غوښتنه کی چی لااوس هم یوشمیرګډوال دکورنودنشتوالی له امله په خیمو کی ژوند کوی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه