د پېښور په بمي چاودنه كي د مړو شمېره له ۱۲۰ څخه واوښت او يو شمېره تر اوسه پوري لا بې دركه دي مرستندويه كارونه هم دوام لري او لا اوس هم پنځويشت- دېرش كسه تر خاورو لاندي د مرګ او ژوند په كشمكش دي خو د ژوندي پاته كېدلو هيڅ امكان نه لري. د پېښور د پيپل منډۍ مينا بازار په چاودنه كي د مړو شمېره تر۱۲۰ هم واوښته او د ټپيانو شمېره خو تر درې سوه پوري ورسېدۀ، كه څه هم په دې بمي چاودنه باندي څو ورځي واوښتې خو لا اوس هم تر خاورو لاندي يو شمېر كسان موجود دي چي شمېر يې تر دېرشو پوري رسېږي په دې چاودنه كي چي ۳۳ ښځي ۱۷ ماشومان او نور ټول عام وګړي وژل شوي دي درې عمارتونه او تر ۷۰ زيات دكانونه هم تباه شوي دي چي په پښتني سيمو كي يوه بله لويه چاودنه وه ياده دي وي چي په دې چاودنه كي د يوه كور ۸ ته كسان وژل شوي دي
په كوټه كي د عوامي نيشنل ګوند ايالتي مشر كمانډر خدايدادخان په پېښور كي شوې بمي چاودنه يو شرمناكه كار دى القاعده او طالبانو د دې زمواري نه ده قبوله كړې، نو د يو دريم قوت لټول په كار دى. جنګ اوس اخري پړاو ته داخل شوى دى د بايللو والا تښتېدونكى دى، مورچه پرېږدي خو يو داسي شرمناك عمل تر سره كوي.
نوموړي وويل چي د پېښور په بمي چاودنه كي د يو بل دريم قوت لاس دى، ځكه چي القاعده او طالبانو د دې پېښي ذمواري نه ده قبوله كړې نو د دې تر شاه د يو دريم قوت لاس كېدى شي او د دې قوت معلومول په كار دى چي دا څوك دي چي د داسي بې ګناه انسانانو په وينو يې خپل لاسونه رنګولي دي. ښاغلي كمانډر خدايداد دا هم ويلي دي چي كه څه هم په پښتونخوا كي زموږ خپل حكومت دى خو بيا هم حالات دومره خراب دي چي په دې ايالت كي زموږ د ګوند درې لوړ پوري مشران وژل شوي دي چي اوس هم لا اكثره نورو ته د مرګ دمكياني وركول كېږي چي دا نه اسلامي او نه انساني عمل دى