واشنګټن پوسټ نن ولیکل چی په افغانستان کی د تیرو درو میاشتو په ترڅ کی څه باندی ۱۰۰۰ امریکایی پوځیان ټپي یا معیوب سوي دي چی د ټولو ۸ کالو څلورمه برخه جوړوی . ورځپاڼه لیکی چی په ۲۰۰۷ کی په عراق کی د ۱۵۰۰۰۰ امریکایی پوځیانو څخه هره میاشت ۶۰۰ یې زخمیان کېدل خو په افغانستان کی د صرف ۶۸۰۰۰ پوځیانو څخه هره میاشت ۳۵۰ کسه ټپیان کیږی چی ۸۰٪ یې د ماینونو له امله دي . خبر زیاتوی چی په دې زخمونو کی د لاسو یا پښو پرې کېدل ، د نخاع شوکی زیانمنېدل ، دماغی جراحتونه او د هډوکو ماتوالی شامل دی .