بشپړ راپور او عکسونه : قدير رسا-کابل او د افغانستان د کلتوري ودي ټولني د مشر تابه جرګه-جرمني
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت د روان کال د لړم په اتمه (د اکټوبر 30 مه ) نېټه د جرمني د (( هيورت )) په ښار کې د شهيد داؤد خان سلمه کليزه د يوه علمي سيمينار په ترڅ کې ونمانځل شوه .
غونډې ته له امريکا او اروپايي هېوادنو برسيره له ګران هیواد افغانستان نه هم ځينې ميلمانه راغلي وو .
دغه سيمينار دوه برخې درلودې ، چې په لومړۍ برخه کې يې علمي مقالې ولوستل شوې او د شهيد داؤد خان په هکله خاطرات بيان شول ، او دوهمه برخه ، کلتوري برخه وه.
دپروګرام چلوونکې آغلې میرمن شغله وه،چې پروګرام یې په رسمي توګه پرانیسته .
میرمن شغلې، ښاغلي محمد هاشم هاشمي ته بلنه ورکړه،چې سیمینار د عظیم الشان قران دپاکو آیاتونو په تلاوت سره سپیڅلی کړي .
او همدا راز د افغانستان په وروستيو لسيزو کې د ازادۍ او په هېواد مينو شهيدانو روح ته دعاګانې وشوې .
د ټولنې په استازيتوب استاد سيد حسن پرانيستونکي وينا واوروله . نوموړي ميلمانو ته د هرکلي د ويلو تر څنګ د دغه سيمينار موخې او د جوړيد د اړتيا په هکله يې مالومات وړاندې کړل . همدا راز په دې ټينګار وشو ، چې د مقالو لوستونکي او نور ويناوالو نظريات د ټولنې د رسمي دريځ څرګندويي نشي کولائ .
همدا راز سیمینار ته ښاغلي استاد عبدالروف خپلواک او ښاغلي عبدالجلیل جمیلي هم مقالې رالیږلې وې، چې د مقالو په ټولګه کې به چاپ شي .
د سيمينار د چارو د ښه تنظيم او پرمخ بيولو لپاره پوهاند استاد محمد حسن کاکړ د مشر په توګه ، ډاکټر خوشال روهي د مرستيال او ښاغلی ډاکټر شيرولي شير د منشي په توګه وټاکل شول .
پوهاند حيدر داور د (( سياست اقتصادی سردار داؤد خان )) تر سرليک ﻻندې مقاله درلوده او د ارواښاد داؤد خان د جمهوريت پر اقتصادي پلانونو او ستراتيژيو ، پنځه کلن پلانونو او د رهبري شوي اقتصادي پاليسۍ د پلويتوب په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې .
د سيمينار بله ويناواله ميرمن قمر وکيلي اڅکزۍ ، د ((د سردار محمد داؤد د صدارت دوره او د ښځو نهضت )) تر سرليک په ليکنه کې د ارواښاد داؤد خان لنډې پېژندنې د وړاندې کولو تر څنګ د ده مدبرانه سياستونو په هکله څرګندونې وکړې . نوموړې په دې ټينګار درلود ، چې شهيد داؤد خان د ښځو حقوقو او په ټولنه کې د دوی رول ته ډېر ارزښت ورکولو . مېرمن وکيلي په دې هکله وويل : ((. د ښځو شتون يې د ټولنې په جوړ ښت او رغاوی کې لکه د نړۍ د نورو هېوادوپه شان اړين باله ٬ ځکه ښځې د ټولني نيم اړخ جوړه وي . او پاک خداي (ج) پخپل پيدايښت کي ښځه او نر د انسان تر سرليک لاندې ياد کړي . موږ وينو چې یوه کورنۍ بيا د يوې ټولنې بنسټ او په پای کې د نړۍ جوړښت د همدې دو موجودو څخه تشکيل شوی دی . په دې مانا چې نر او ښځه د يو بل لازم او ملزوم دي . )) نوموړې همداراز په دې دوره کې د ښځو د نهضت او نامتو څېرو په هکله هم مالومات وړاندې کړل .
د يادونې وړ ده ، چې په همدې ورځ په کابل کې هم د افغانستان کلتوري ودې ټولنې لخوا يوه غونډه جوړه شوې او همدا راز د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا د شهيد داؤد خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه . د دغې بهير ثبت شوې ويډيو په جرمني کې د سيمينار ګډونووالو ته وښودل شوه .
د هېواد نامتو قانون پوه او ټولنيز شخصيت پوهنوال استاد محمد عثمان روستار تره کي د (( کيش شخصيت در قانون اساسي اولين جمهوريت )) تر سرليک مقاله درلوده ، چې د شهيدداؤد خان د حکومت د دورې او د ده په شاوخوا راټول شويو اشخاصو باندې يې کره خبرې وکړې نوموړي همداراز هغو تيروتنو ته يې ګوته ونيوله ، چې د شهيد محمد داؤد خان د حکومت د نسکورولو ﻻملونه بلل کيدائ شي .
ښاغلي تره کی په خپله مقاله کې د ارواښاد داؤد خان د ملي شخيصت په هکله توضيحات ورکړل ، د شاهي کورنۍ په مقابل کې د ده دريځ او د چپي حرکتونو اغيز ، د داؤد خان کودتا او په هېواد کې د ناخوالو او غميزو د لړيو پيلامه او نورو موضوعاتو باندې هر اړخيزه شننه درلوده .
د سيمينار په بهير کې د شهيد داؤد خان د لور آغلې درخانی داؤد سره ټيلفوني اړيکې ونيول شوې او نوموړي د افغانستان کلتوري ودې ټولنې د فرهنګي هلو ځلو د ستاينې تر څنګ له ټولنې څخه د سيمينار د جوړيدو له امله مننه وکړه . په لومړي سر کې په پام کې وه ، چې مېرمن درخانۍ داؤد سيمينار کې ګډون وکړي لېکن ونه توانيده .
پوهاند استاد محمدحسن کاکړ د ارواښاد داؤد خان د تقوا او دکورنۍ د عالي اخلاقو په هکله نوي مالوت او ځينې بيلګې يې په لنډه توګه وړاندې کړل .
د سيمينار يو بل وينا وال پخواني ديپلومات ښاغلی محمد ګل وطنپال ديانی و . ښاغلي دياني (( د شهيد محمد داؤد خان بهرني سياست ته يوه کتنه )) تر سرليک مقاله کې درلوده او د هغه مهال د اوضاع او پر افغانستان باندې د سياسي فشارونه په هکله توضيحات وړاندې کړل او همدا راز يې د هغه مهال حکومت بهرنۍ کړنلاره ، له ګاونډيو هېوادنو سره اړيکې تر څنګ د پښتنو او بلوچو د برخليک سره د شهيد داؤد خان د بې کچه مينې په هکله خپل خاطرات او مشاهدات وړاندې کړل .
له امريکا څخه د وينا د اورولو په موخه ښاغلي زرغون شاه شينواري ته هم بلنه ورکړل شوې وه . د (( افغانستان له 1352 _ 1388 کلونو او له دغه دورې څخه د راتلونکې لپاره ګټه اخيستنه )) په مقاله کې زياتره د هېواد د راتلونکي برخليک ، سياسي رياليزم ، په هېواد کې د جګړې پر عواملو او همداراز د افغانستان غميزې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره په راتلونکې کې د يوه پروګرام جوړولو په هکله هر اړخيزې څرګندونې وکړې .
پوهاند استاد سيدحسن کاکړ (( د افغان پرون او سبا )) تر سرليک ليکنه کې د افغانانو په تاريخي بهير رڼا واچوله او همداراز يې د افغان او افغانستان د کلماتو په هکله مالومات وړاندې کړل . نوموړي همدا راز د اريانااو خراسان د کلمې په هکله توضيحات ورکړل . پوهاند کاکړ د خراسان کلمې په هکله وويل ، چې دغه يوازې يو کوچنی وﻻيت د پارس تر ولکې ﻻندې و او په هېڅ توګه د افغانستان د کلمې ځای ناستی نش کيدی او هغه کسان ، چې ځانونه خراسانيان بولي په حقيقت کې پر افغانستان باندې د ايران تسلط غواړي .
پوهاندصاحب کاکړ د افغانستان د اوسنۍ کړکېچن حالت په هکله او همدا راز په سيمه کې د روانې لوبې به هکله مالومات وړاندې کړل او د افغانستان د راتلونکي برخليک په هکله يې پر احتمالاتو خبرې وکړې .
ادب پوه او کار پوه استاد اسحاق نګار ګر هم د شهيد داؤد خان د شخصيت او اند په هکله خپلې انګيرنې وړاندې کړې او همدا راز يې د هېواد په هکله د ارواښاد بې کچې مينې او لوړ غرور ستاينه وکړه . همدا راز يې په هېواد کې د رامنځته شوي ناورين اړوند خبرې وکړې .
پياوړي خبريال ډاکټرداؤد جنبش هم د ګډوانوال په توګه په غونډه کې حاضر و او نوموړي مخکې له مخکې کومه چمتو شوې مقاله نه درلوده ، ځکه چې د ارواښاد داؤد خان په هکله يې تازه يو کتاب له چاپه راوتی دی . له دې سره سره د سيمينار مشر تابه جرګې دې ته ليواله وه ، چې نوموړی يو څو خبرې وکړي .
ښاغلي جنبش له ګډون والو وپوښتل که اوس شهيد داؤد خان راژوندی شوی وای نو موږ به کومه لومړنۍ پوښتنه مطرح کړې وای ؟ د ډاکټر جنبش په اند بايد ورڅخه پوښتل شوي وای ، چې تاسو به اوس د کودتا پرېکړه بيا هم کړي وای ؟ د ښاغلي جنبش انګيرنه دا وه ، چې د شهيد داؤد خان ځواب به هرو مرو نه وای !
ښاغلي جنبش د افغانستان په تاريخ کې د دريو واکمنانو شاه زمان ، اميرامان الله خان او داؤد خان د ورته برخليک پرتله هم وکړه .
يو له هغه کسانو څخه ، چې له شهيد داؤد خان سره يې نږدې اړيکې درلودې او د چنګاښ مياشتې د کودتا په تر سره کولو کې يې فعاله ونډه درلوده هغه ښاغلی ګل پاچا وفادار دی ، چې حاضرينو ته يې په زړه پورې مالومات او د سترګو ليدلی حال بيان کړ .
نوموړي د ښاغلي داؤد خان د لوړ شخصيت په هکله خبرې اترې وکړې او د خپلو زده کړو او مقام ته رسيدل يې د شهيدداؤد خان پيرزوينه او احسان وبللو او دا يې هم وويل ، چې دی د افغانستان د کوم بډای ، ملک يا چارواکي زوی نه و او د نور افغانانو په څېر يو عادي ژوند يې درلود . نوموړي په دې ټينګار کولو ، چې د داؤد د نسکوريدلو اصلي عاملين پر ده راټولې شوي کړۍ وې .
د سيمينار لومړۍ برخه د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسيده ، چې د ښاغلي امين باوري له خوا ولوستل شو .
د سیمینار دوهمې برخې چلولو ته آغلې شغلې، ځوان خوشال انځور ته بلنه ورکړه ، چې د سیمینار کلتوري برخه پرانیزي .
د افغانستان کلتوري ودې ټولنې د ځوانانو څانګې ددې برخې په سمبالولو کې فعاله ونډه درلوده .
د دې برخې په پيل کې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي له پوهنوال ډاکټر روستار تره کي نه هيله وکړه ، چې د ټولنې ستاينليکونه غوره فرهنګي خادمانو ته ورکړي .
لومړی ستاينليک د ښاغلي ډاکټر عبدالحميد بهيج لپاره و ، چې ښاغلي ډاکټر ملک زي ته وسپارل شو .
دوهم ستاینلیک ،په افغانستان کې د مېرمن ټولنيز بهير لپاره وو ،چې مېرمن ګلالۍ شير ته وسپارل شو ؛
اودریم ستاینلیک ښاغلي اسدالله ساپي دانش لپاره ځانګړی شوی ستاينليک ښاغلي امین باوري ته وسپارل شو .
د ټنګ ، ټکور او کلتوري په برخه کې لومړۍ د پيغلې شينواري او بيا د تکړه شاعر نذير احمد نذير لخوا شعرونه ولوستلو شول .
دجشني برخې ځانګړی مېلمه تکړه تانداو ځوان سندرغاړی او کمپوز جوړونکي ښاغلی ميوند لعلپورال و ، چې د ده ښکلې سندرې
په مستو اتڼونو بدرګه شول .
د افغانستان کلتوري ودې ټولنې لخوا ميوند جان ته هم د زياتو همکاريو له امله يو مننليک ورکړل شو ،نوموړي تل د ټولنې غونډې په خپل هنر سره ښايسته کړي دي .
سیمینار د شپې په درې بجو پای ته ورسید.
په درنښت
د ټولنې د مشر تابه جرګه
په کابل کي د شهيد سردارداود خان د سلمي کليزي په وياړ د غونډي راپور :
قدير رسا ، کابل
د اکتوبر پر 30 (د لړم پر اتمه نېټه) په کابل کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د شهيد محمد داود خان د سلمې کليزې ياد غونډه په دارالامان کې د هغه پر مزار جوړه شوه . څرنګه چې پر همدغه ورځ په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لوري د شهيد داود خان د سلمې کليزې په مناسبت يو نړيوال سيمينار جوړېدونکی و ، په کابل کې دغه غونډه د جرمني د غونډې پيلامه وه.
په پيل کې د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو تلاوت وشو او بيا څو تنو مشرانو د شهيد داودخان پر مزار د ګلانو ګېډۍ کېښودې .
د کابل په غونډه کې چې ځوان ليکوال او څېړونکي ښاغلي عبدالغفور لېوال چلوله ، لومړی ښاغلي زرين انځور د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې په استازيتوب خبرې وکړې او پر هغو اهدافو يې رڼا واچوله چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د دې سيمينار له جوړېدو څخه لرل .هغه وويل چې شهېد داود خان د افغانستان د معاصر تاريخ يوه نه هېرېدونکې څېره ده او څرنګه چې د هغې دورې ډېرې مهمې څېرې لا تر اوسه ژوندۍ دي ، له همدې کبله لازمه ده چې دهغه په اړه او د هغه د صدارت او جمهوريت د دورو په اړه لومړی لاس مواد راټول او مورخينو او د سبا ورځې نسلونو ته وسپارل شي .
ورپسې نوميالي ليکوال ښاغلي حبيب الله رفيع د داود خان د دورې پر کلتوري او علمي هلو ځلو رڼا واچوله او په تېره بيا د هغه د دورې علمي سيمينارونه يې بې جوړې وبلل چې د افغانستان په معاصر فرهنګي تاريخ کې ساری نه لري . بيا ښاغلي ډاکټر کريم باز دشهيد داود خان په اړه ځيني په زړه پورې خاطرات بيان کړل او له وطن سره د هغه د مينې په اړه يې خبرې وکړې . د غونډې وروستی ويناوال د کابل پوهنتون استاد پوهنوال محمد رسول باوري و ، هغه د افغانستان په معاصر تاريخ کې د شهيد داود خان پر نقش خبرې وکړې او دسرطان پېښې يې د يو لړ بدلونونو لپاره نظامي مانور وګاڼه او ويې ويل چې د هغو دورو څېړل له تاريخي پلوه موږ ته ډېر اهميت لري .
غونډه د مولوي خالقداد له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله .
د دواړو غونډو د عکسونو کليکسون د لراوبر د عکسونو په برخه کښي کتلائ سئ !