اسوشیټیډ پریس د یوې باخبره منبع له قوله خبر ورکوی چی د حامد کرزي او عبدالله عبدالله تر منځ خبري اتري ناکامه سوي دي نو ځکه ښایی عبدالله عبدالله د راتلونکی اوونۍ په انتخاباتو کی برخه وا نه خلی . اسوشیټیډ پریس ته دا خبر د یو لویدیځ شخص لخوا ورکړه سو چی هغه په دې مذاکرو کی موجود و . هغه وایی چی عبدالله په دې ټینګار کاوه چی پر یو ګډ حکومت دې تر انتخاباتو مخکی موافقه وسی خو حامد کرزي ورته ویل چی یا ، تر انتخاباتو وروسته به ګډ حکومت سره جوړوو . نو ځکه د عبدالله لخوا د تحریم دغه فیصله ښایی په شنبه او یا هم یکشنبه اعلان سی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی یو امریکایی پوځی پرون په جرمنی کی په امریکایی روغتون کی د هغو ټپونو له امله مړ سو چی یوه اوونۍ مخکی په وردګ ولایت کی زخمی سوی و .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه