کور / خبرتیا او پيغامونه / د شهيد داود خان د سلمي کليزي په وياړ پيغام

د شهيد داود خان د سلمي کليزي په وياړ پيغام

په آلمان کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت
د شهيد سردار محمد داود د سلمې کليزې په اړه پوهنيز سيمينار ته
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولني پيغام


 


اتل سردار محمد داود خان د افغانستان په تاريخ کې يوه غوره ملي څېره ده، چې زموږ دهېواد وروستي ۷۰ کاله د دغه ستر شخصيت له ژوند او له شهادته وروسته تړاو لري.
سردار محمد داود خان د ۱۹۰۹ م کال د جولای په ۱۸ نېټه سترګې دې نړۍ کې د مرحوم سردار محمد عزيز خان په کور کې وغړولې او د ۱۹۷۸ م کال د اپرېل په ۲۸ نېټه د سرې غمېزې په ترڅ کې د نامردانو لخوا په شهادت ورسېد.


سردار محمد داود خان د اعليحضرت محمد ظاهر شاه تربور او اوښی ؤ، چې د اعليحضرت ظاهر شاه خور مرحوم داود خان ته ناسته وه. مرحوم داود خان خپلې زده کړې په نظامي برخه کې په فرانسه او برتانوي هند کې تر سره کړې وې، چې په ۱۹۳۹ م کال د تورن جنرال تر رتبې ورسېد او په ۱۹۵۳ م کال د افغانستان صدراعضم  شو، چې د افغانستان د ټولنيز پرمختګونو پېلامې يې پياوړې کړې. د سردار محمد داود خان سياسي ژوند له کړکېچو او پرمختګونو ډک ژوند، چې په ۱۹۶۳ م کال په ځواني کې تقاعد شو، چې د تربګني ښکار شو، ځکه چې څه موده ورسته په ۱۹۶۵ م کال د اعليحضرت محمد ظاهر شاه لخوا داسې يو قانون ومنل شو، چې د شاهي کورنۍ نه شي کولای لوړپوړی چارواکی شي.


سردار محمد داود خان د خپل ژوند په اوږدو کې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي: د دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير، په فرانسه کې د سفير په توګه، د مرکزي قواو قوماندان، صدراعظم او د افغانستان لومړنی ولسواک.


د ۱۹۵۶ م کال په ترڅ کې د ډيورند کرښې د شخړو په بهير کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوال رامنځ ته شو، چې پايله يې د سهيل سرحدونو تړل کېدل ول او افغانستان په اقتصادي انزوا کې ښکېل شو، چې د شوروي اتحاد کمونيستي هېواد ته اړ او د افغان لاسپوڅو په نیرنګي د  شوروي اتحاد په لومه کې لاهو شو. روسيې هم افغانستان سیمييزو ترينګړو ته وهڅاوه، چې په هغه موده کې يې د ۲۵ ميليونو ډالرو په کچه نظامي مرستې له افغانستان سره وکړې او افغاني ځواکونه د ډويورنډ له کرښو سره ځای پر ځای شول، خو افغانستان تجريد شو او د روسانو کمونيستي رېښې په افغانستان کې نوري هم پياوړې شوې، چې پايله يې په سيميز او نړيوال ښکيلاک کې د افغانستان لوېدل ؤ.


په ۱۹۷۳ م کال د جولا ی پر ۱۷ نېټه د سردار محمد داود خان په نوښت يوه نظامي کودتا تر سره شوه، چې د دغه کودتا په ترڅ کې د اعليحضرت ظاهر شاه واکمني نسکوره شوه او پر ځاي ولسواکي اعلان شوه، چې سردار محمد داود خان د افغانستان لومړنی ولسواک شو او د افغانستان د ولسواکي بنسټ اېښودونکی.


سردار محمد داود خان د ټولنيز مساوات پلوی ؤ، چې د دغه ستر ولسواک د واکمني په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ګڼشمېر برمختګونه رامنځ ته شول، چې دافغانستان د تاريخ زرينې پاڼې يې جوړې کړې دي.


سردار محمد داود خان په هېواد مين ولسواک ؤ، چې د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د سوکالي لپاره يې دېرې هلې ځلې کولې او د ۱۹۷۷ م کال په بهير کې يې بېلابېلو بهرنیو ملکونو لکه مصر، عربستان، ايران، هندوستان، پاکستان او داسې نورو ملکونو ته رسمي سفرونه وکړل، چې د ۱۹۷۷ م کال د اپرېل له ۱۲ تر ۱۵ نېټې پورې يې په مسکو کې له کمونيستي لوړپوړو چارواکو سره وکتل، چې له ليونيد ايليچ بريژنف سره یې هم وکتل، خو د شوروي اتحاد ټولواک د افغانستان په شمالي سيمو کې د لوېديزو ځواکونو د فعاليت په اړه يې سردار محمد داود خان ته ګواښونه وکړل، چې د شوروي اتحاد دغه دريځ د سردار محمد داود خان نوې ستراتېژې د شوروي اتحاد په اړه رامنځ ته کړه، چې پايله يې له شوروي اتحاده د افغانستان ناپېيلي کېدل او خپلواکېدل ول. افغانستان خپلې اړيکې له اسلامي ملکونو سره پياوړې کړې، چې د دغوهڅو په ترڅ کې د افغان پوليسو او نظامي چارواکو روزنه د مصر هېواد لخوا تر سره کېدله. د يادونې وړ ده چې، شوروی اتحاد د خپل نا مناسب سياست په ترڅ کې د ۱۹۷۴ م کال په بهير کې له مصر سره هم سياسي کړکېچونه رامنځ ته کړي ول، چې پايله يې له شوروي اتحاده د مصر د خلکو ليرې کېدل ول، خو شوروي خپل پلان په ډېره سپين سترګي په افغانستان کې تر سره کړ.


د شوروي اتحاد د لاسوهنې په ترڅ کې د ۱۹۷۸ م کال د اپرېل په مياشت کې د کمونیستي ډلو يو مخکښ لارښود (مير اکبر خيبر) د کمونيستي  ګوډاګيانو لخوا ووژل شو، چې په مړينه کې يې د روسيې له پلانه سره سم، افغاني کمونيستانو ګڼشمير تظاهرات تر سره کړل، چې پايله يې د ۱۹۷۸ م کال د اپريل په ۲۸ نېټه د سرې غميزې رامنځ ته کېدل، په وينو او بدمرغي کې د افغانستان خلکو لاهو کېدل ول، چې پايله يې په افغانستان کې د وروستيو دېرشو کلونو په اوږدو کې د افغانستان ورانېدل او د افغانانو تباهي شوه.


د غويي د سرې غميزه په ورځ د اپرېل په ۲۸ نېټه سردار محمد داود خان د کورنۍ له ټولو غړو سره په ډېره نامېړانې د کمونیستي افسرانو لخوا ووژل شول او د سردار محمد داود خان او د کورنۍ مړي يې په پټه په پلچرخي کې په خاورو ومنډل، خو د ۲۰۰۸ م کال د جون په ۲۸ نېټه د شهيد سردار محمد داود خان مړی د پلچرخي په دښتو کې وموندل شول، چې د ۲۰۰۸ م کال د دسمبر په ۴ نېټه د افغانستان د روغتيا وزارت لخوا د سردار محمد داود خان مړی وپېژندل شو او د ۲۰۰۹ م کال د مارچ په ۱۷ نېټه په کابل کې د ملي درنښت په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شو.


افغاني کلتوري ټولنه په دې وياړي، چې زموږ هېوادوال او د افغانستان کلتوري ودې ټولنه په دې وتوانېدل، چې د افغانستان د تاريخ وياړ او ملي شخصيت سردار محمد داود خان په اړه يې دغه نننی پوهنيز سيمينار سمبال کړی. موږ په دې اند يو، چې د دا ډول سيمينارونو سمبالول د راتلونکي نسل لپاره روزنيز، مالوماتي او پوهاوي مشال ګرځي.


په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
اداري کميسيون