کور / خبرتیا او پيغامونه / داوباما دنوې استراتیژۍ په هکله دملا برادراخندمطبوعاتي څرګندونی

داوباما دنوې استراتیژۍ په هکله دملا برادراخندمطبوعاتي څرګندونی


د اوباماله لوري  افغانستان ته د نورو اضافي ځواکونو د ليږلو په اړه تر يوي مياشتي انتظار او تردد وروسته بالاخره د امريکا د مشرانو په جرګه کې د مسلحو قواوو د کميټي مشر سناتور کارل ليفن اعلان وکړ چې اوباما غواړي ددغي جرګي له لاري يوه داسي لائحه  تصويب کړي چې له مخي به یې په افغانستان کې دوسلوال مقاومت د له منځه وړلو په غرض د طالبانو په مينځ کې د هغوي ځينو افرادو ته پيسي او مالي مرسته ورکړل شي ترڅو دپيسوپه بدل کې هغوﺉ جهاد ي مبارزه پریږدی.
مونږ اوباماته وايو چې دغه يوه زړه اوناکامه وسله ده.
  په نولسمې پيړي کې انګريزي يرغلګرو دغه وسله استعمال کړه خو ناکام شول بيا پخواني شوروي اتحاد دغي وسلي ته لاس واچاوه هغه هم پکې له ناکامي سره مخ شول
. دافغانستان مجاهد ولس او د سنګر مجاهدين دتيرو دري لسيزو پخې تجربې لري او ددښمن ټولې حربې ورته ښې معلومې دي.
تاسو چې د پرمختللې تکنالوژي په مټ ميدان ونشو ګټلاي ،تبلغاتي یرغل موپه شا وتمبیده ،نړیوال متحدین مویو په بل پسي میدان پریږدي،داخلي ټوپک مارمودځان دفاع  نه شي  کولای ،مکررې جوړیدونکې پالیسۍموټولې ناکامه شوې نوڅنګه به يې اوس په دي بدناموشيطاني تدبيرونو وګټي  چې هغه  لا ترمخه زموږتجربه کاره ولس ته معلومې دي. 
له همدي امله د افغانستان اسلامي امارت په داسی حال کې چې ددښمن دغه پریکړه دهغوﺉ دنهایت ضعف ،کمزورۍ اودنورو ټولوپروګراموڅخه دمایوسۍ او ناکامۍ نښه بولي د سپينې ماڼۍ وارخطا چارواکوته لاندني ټکې اعلانوي:
۱ـ د اسلامي امارت ټول مجاهدين د يوه عقيدوي تعهد له مخې په پشپړ اتحاد سره د امريکايانو په ګډون د ټولو یرغلګرو په خلاف په جهاد بوخت دي.  د هغوﺉ په ليکو کې د منځلارو او توندلارو اصطلاح ګانې امريکایې تقسيمات دي نه واقعي پديده.
۲ـ  د اسلامي امارت مجاهدين د يرغلګرواودهغوﺉ دلاسپوڅو په څير اجرتي او ګمارل شوي  جګړه مار نه دي بلکې هغوﺉ  د هيواد د خپلواکې او هلته د يوه شرعي نظام د پلي کولو لپاره په جهاد بوخت دي. دغه  جګړه به  هغه وخت پاي ته رسيږي چې ټول يرغلګرزمونږ له وياړلي هيواد نه ووزي اوهلته زمونږ د ولس د ارمانونوسمبول اسلامي نظام قائم شي.
۳ـ اوباما او د سپينې ماڼۍ ټولو چارواکوته ورپه يادوو چې په غير عملي حربو خپل وخت مه ضايع کوﺉ بلکې د دې ستونزې په اصلي حل غور وکړﺉ ،زمونږله وياړلي هيواد نه ټولې قواووي وباسي او د تروريزم تر  ناموجه  عنوان لاندې  د مسلمان ولس د وينو تويولواستعماري لوبه پاي ته ورسوﺉ.
۴ـ اسلامي امارت د سپينې ماڼۍ سربداله چارواکو ته خبرداری ورکوي  چې کوم لګښت چې تاسویې په افغانستان کې  په عسکري قشلو او عملياتو کوۍ  او يا  یې دنویواو وار دمخه ناکاموستراتیژیوپه تطبیقولولګوﺉ، هغه به ستاسو  ملا ماتوونکی اقتصادي بحران نورهم زیات کړي ،نړیوال اعتباربه مولازیانمن شي او ولس به موپه لازیاتومشکلاتو کې راګیراو په لاډیرو رواني ناروغيوبه مبتلاشي .
تاسي باوروکړﺉ چې ستاسي په داډول ناسنجیده پریکړواونامعقولوستراتیژیوپسې افغانان خاندي .
۵ـ امریکایي چارواکي دي دافغانستان قهرمان ولس په هغو څوتنو وطن پلورنکوافغاني الاصله   امریکایانو نه قیاسوي کوم چې دوﺉ په کلونوکلونو دسی، آی، اي په سمڅو کې تر بیه کړي، دلته که له یوې خوا دپیسو او منصب په بدل کې دین او وطن پلورل یواسلامي جرم بلل کیږی همدا رنګه یو ستر تاریخي پیغور او په عنعنوی ډول یو تر ټولو له شرمه ډک عمل اودابد دپاره یونه بښونکی جنایت هم بلل کیږی .
که تاسو په دي خبره باور نه کوﺉ نودانګلیسي غلام شاه شجاع اودپخواني شوروي لاس پوڅي ببرک کارمل اودهغه دملګروتاریخ او په ولس کې دهغوﺉ ارزښت مطالعه کړﺉ،  افغانان او په تيره بيا مجاهدين هيڅکله دا نه غواړي چې د استعمار داستخباراتي شبکو په بسپنو او نغدي امکاناتود خپل ژوند اقتصادي ستونزي حل کړي ،داپه اسلام او وطن مین ولس خپل سپیڅلي هدف ته درسیدولپاره خوراډیرې مالي اوځاني قربانۍ ورکړې.
مجاهدینو د حق او باطل ترمنځ معرکې ته د مادي اهدافو دحصول لپاره نه دي رادانګلي بلکې مخې ته  لوړ اسلامي او ملي اهداف لري  چې يوازي  د هغو په ترلاسه کولو سره به دغه معرکه پاي ته رسيږي. ان شاء الله .


Remarks of Esteemed Mullah Brader Akhund Made to  Media  About  Obama’s New Strategy
  
    After long waiting of one month and dithering about American reinforcement in Afghanistan, it has been unveiled by Carl Levin, Chairman of the Armed Services  Committee in the US Senate that Obama wants to get a by-law passed through this committee that would allow giving money and other financial aids to  some members of Taliban in order to encourage them part way with the current  armed resistance.
  We would like to tell Obama that this is an old weapon that has failed already. The British invaders used it in the 19th century but failed; the former Soviet Union used it, it failed too. The Afghan Mujahid people and the Mujahideen at the front lines have vast experiences of the past three decades in this regard and  know all tactics used by the enemy.
  
   Seeing that you failed to win the war with the help of your cutting-edge and sophisticated technology; considering that  your media failed to make any ground;  bearing in mind that  your allies are seeking ways to leave the field and that your internal gunmen are not able even to defend themselves;  realizing  that your newly- formulated policies face failure one after another, then how you would be able to gain success by resorting to this devilish tactic  while our people are already aware of the essence of such tactic. Similarly, considering this decision as a sign of weakness and complete despondency of the enemy, the Islamic Emirate of Afghanistan   announces the following points for the moribund rulers of the While House:
  
 All Mujahideen of the Islamic Emirate of Afghanistan have been waging Jihad against the Americans and  other invaders on the basis of an obligation of their belief and ideas. The terms of moderate (Taliban) and extremists are American-invented terms, which have no physical existence.
  
  The Mujahideen of the Islamic Emirate of Afghanistan are not mercenaries and employed gunmen like the armed men of the invaders and their surrogates. Contrarily, the Mujahideen have been carrying out this Jihad for obtainment of independence of the country and establishment of a Sharia system there. This war will come to an end when all invaders leave our country and an Islamic government based on the aspirations of our people is formed in the country.
  
  
  We remind Obama and all rulers of the White House to avoid wasting your time on ways which are not pragmatic but focus on ways, which provide a down-to-earth and realistic solution to this issue. Pull  all your forces out of our prideful country and put an end to the game of colonialization by shedding the blood of innocent Muslim people under the unjustified name of terrorism.
  
 The Islamic Emirate of Afghanistan warns the rulers of the White House that the huge military expenditure that you shoulder  to maintain your military presence in Afghanistan and carry out operations and implement other failed strategies will  only deepen your economic crisis and will harm your international reputation. Your people will face more problems and suffer from psychological diseases. You should know that the Afghans laugh at your irrational decision and unpractical strategies.
  
  
 The American rulers should not think that all  heroic Afghan nation is like the few well-known Afghan Americans who sell their country and  who have received training  in the CIA cells for many years.  Here in this country, selling one’s country quid pro qu money and government slot is not only a crime according to Islam but also a historical taunt and infamy . Traditionally, it is a shameful act, which is unforgivable. If you do not believe this, then have a glance at the history of Shah Shuja and Babrak Karmal and his cronies, the surrogates of the former Soviet Union. Study what status they had in the eye of the Afghan masses. The Afghans, particularly, the Mujahideen do not want to solve their economic problems of daily life with the donations and other material aids of the intelligence networks of colonialism.
  
 This pious and patriotic people have offered tremendous material and soul sacrifices in the way of their sacred objectives. The Mujahideen have not chosen this path of strife between the truth and the evil to obtain some material goals.  They have lofty Islamic and nationalist aims. This  war will only end when these goals are achieved. Inshallah.
  
 Mullah Brader Akhund
 Deputy-Amir of the Islamic Emirate of Afghanistan.