په پاكستاني ټلويژني چېنلونو كي د پښتني كلتور او دودونو سپكاوى كېږي
د پاكستان په اكثرو ټلويژني چېنلونو كي داسي ډرامې خپرېږي چي په هغوى كي پښتني كلتور، دود او دستور ته په سپكه سترګه كتل كېږي.
د دغو ډرامو په اړه په كوټه كي سياسي، فرهنګي پښتني او نور روشنفكره شخصييتونه وايي چي په پاكستاني ټلويژني چېنلونو كي داسي ډرامې خپرېږي چي په هغوى كي پښتني رواياتو، پښتني كلتور او پښتني درنښتونو ته په سپكه كتل كېږي.
كه څه هم ټوپك په پښتنو باندي يو تپل شوى شى دى خو بيا هم په دې ډرامو كي ډرامه نګارانو د پښتانه د كلتور يوه برخه جوړ كړى دى.
هغوى وايي چي پښتانه امن، ورورولۍ او عزت خوښوونكي خلګ دي خو بيا يې هم دغه ډرامه نګاران د څو پيسو لپاره په خپلو ډرامو كي غلط تمثلوي.
هغه ډرامې لكه (امن)، (شېلاباغ)، (خدا زمن سې ګيا نهين) (سهېل كلنيك) او داسي نوري چي اوس هم له پاكستاني چېنلونو څخه خپرېږي په دې ټولو كي د پښتنو د كلتور سپكاوى كوي.