کور / تازه خبرونه / درې امریکایان ووژل سول

درې امریکایان ووژل سول

پنتاګون ، ایساف او جسټ نیوز خبر ورکوی چی یو امریکایی په کابل کی د ملګرو ملتونو په مېلمستون کی و چی طالبانو د پولیسو په یونیفورم کی دوې ورځي مخکی پر هغه ناڅاپی حمله وکړه او شپږ بهرنیان یې ووژل چی یو یې همدا امریکایی ځوان و . دوهم امریکایی چی پوځی و ، څلور ورځی مخکی په لغمان کی د ماین په چاودنه کی زخمی سوی و چی اوس مړ سو . درېیم امریکایی هم پوځی و چی پرون په کندهار کی د ماین د چاودنی ښکار سو . په دې سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۹۰۸ ته ورسېدل .