اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی بارک اوباما نن ( پنجشنبه ) د شپې پر څلورو بجو په داسی حال کی د ۱۸ وژل سوو امریکایانو احترام ته راوتلی و چی زړه یې نا آرام ومګر امریکایان په آرام خوب بیده وو . خبر زیاتوی چی اوباما د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جنګ یوه نتیجه په سترګو ولیده . دغه اتلس کسان ټول یوه اوونۍ مخکی په افغانستان کی وژل سوي وو چی ۱۵ یې پوځیان او ۳ یې هم سفارتی کارمندان وو . خبر زیاتوی چی روانه میاشت ( اکتوبر ) امریکایی پوځیانو ته تر ټولو مرګونې میاشت ده چی د هغې په ترڅ کی ۵۵ پوځیان تر اوسه وژل سوي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه