کور / تازه خبرونه / د نورستان ولایت د طالبانو په کنټرول کی دی

د نورستان ولایت د طالبانو په کنټرول کی دی

ایشیا ټایمز خبر ورکوی چی امریکایی ځواکونه د طالبانو تر مسلسلو حملو وروسته د نورستان ولایت څخه ووتل خو په مرکز کی یې یو څه پوځیان پری یښي دي تر څو د والی او ولایت د ودانیو ساتنه وکړی . د طالبانو د قوماندان ضیأ الرحمن یو ویاند وویل چی اوس موږ په نورستان کی آزادانه ګرځو او په ټولو ولسوالیو کی دطالبانو بیرغ رپیږی . خو امریکایی منابعو تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښودلی .
د یو بل خبر له مخی چی فرانس پریس آژانس ورکړ د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی ورته ویلي چی موږ د انتخاباتو لپاره نوری حملې تر تیب کړي دي چی د ځای او وخت د شرایطو مطابق به یې اجرا کړو . خو د کابل د دفاع وزیر وویل چی طالبان دومره وس نه لری چی هر ډول حملې وکړای سی . مګر احمدی وویل چی د کابل پرونۍ حملې ثابته کړه چی نه حکومت او نه هم بهرني ځواکونه زموږ د ناڅاپی حملو مخ نسی راګرځولای .