د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکی وایی چی سږکال بیت الله شریف ته دیرش زره زیارت کوونکی روان دی.
د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکری د پنجشنبی پر ورځ په کابل کی یو خبری کنفرانس ته وویل تر اوسه پوری یی اوه زره افغان زیات کونکی لیږدولی دی.
د یادونی ده چی هرکال افغان حاجیان په سعودی عربستان کی د اوسیدو د مناسب ځای ،د استادانو په نشتوالی او په تګ راتګ کی د زیات ځنډ له امله شکایتونه کوی.
خو د حج او اقافو وزیر ښاغلی چکری وایی چی سږکال یی د ټولو حاجیانو لپاره د اوسیدو او په لیږد را لیږ دکی پرتی ستونزی هواری کړی دی.
ښاغلی چکری وویل دوی د هرو پنځوسو حاجیانو لپاره یو لارښود هم لیږدوی او له تګ مخکی یی هم ټولو زیارت کونکو ته په کوردننه د حج د فرضونو او مناسکو په اړه بشپړ معلومات ور کړی دی.
نوموړی په افغان زیات کوونکو نیوکه وکړه چی په کور د ننه د حج د فرایضو په زده کړه کی بیغوری کوله او خپل ځان ته پخپله ستونزی زیږوی.
د حج اواوقافو وزیر وایی سږ کال به له پنځه شپیتو کلو د زیات عمر کسانو ته دتګ اجازه ورنکړی نوموړی وویل ځکه چی د وجود مقاومت یی کمیږی او ژر یی هره ناروغی نیسی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه