د نيمروز په چخناسور ولسوالۍ كي نن د عقرب په اوومه د سرکنګ په نامه هغې ابتدائيې د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښو دل شوه چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
په دغه ودانۍ ٤١٢٤١٢١ افغانۍ لګولې کيږي چې د سيمه ايزو خلکو لخوا په ورکړل شوې پنځه جريبه ځمكه كې به د شپږو درسي خونو يوې ادارې او يوې تحويل خانې په ګډون د اوبو يوه ذخيره هم ولري.
د يادې شوې ابتدائيې د رغولو مالي لګښت د يونيسيف لخوا ورکول کيږي، او دغه ودانۍ د هغو پنځو ودانيو له جملې څخه ده چې د سږ کال لپاره يې د يونيسيف مؤسسې د جوړيدو ژمنه شوې وه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه