په پېښور کي د پرونۍ چاودني د قربانيانو شمېر نن سهار ۱۰۷ تنو ته ورسېد ، په پېښه کي د ژوبل سوو کسانو شمېر تر۲۲۰ زيات دی ، ځايي مرسته کوونکې او اوسيدونکي اوس هم له خاورو څخه د لاندي سوو کسانو د راويستلو هڅه کوي .
د پرونۍ چاودني پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه ده اخستې ، د پاکستان حکومت ددې پېښي پړه پر طالبانو ور اچوي خو طالبانو تراوسه به دې اړه څه نه دي ويلي ، د يادوني وړ ده چي پېښه په داسي ځای کي رامنځته سوې چي اکثريت قربانيان يې عام وګړي وو .
بله خوا د امريکې د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن چي پرون غرمه تر دې چاودني لږ مخکي اسلام اباد ته په درې ورځنی سفر رسېدلې دا پېښه وغندل او ويې ويل چي دا سي چاودني د زړه ورو کسانو نه بلکي د بې ننګه خلکو کار دی ، هېلري کلنټن په وزيرستان او شاوخوا سيمو کي د جګړې له امله د بېځايه سوو کډوالو سره د ۶۵ مليونه ډالره مرستي اعلان هم وکړ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه