اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی احمد ولی کرزي د نیویارک ټایمز دا راپور په کلکه رد کړ چی وایی نوموړﺉ د تیرو ۸ کالو راهیسی د سی آی اې څخه منظم معاش اخلی . ده دغه راپور د خندا وړ وباله . ولی کرزي اسوشیټیډ پریس ته وویل چی « زه د امریکایانو ، کاناډایانو ، برتانویانو او هر چا سره چی مرسته راڅخه وغواړي کار کوم . هغوی ( یعنی سی آی اې ) خپل کسان خپله استخداموی . زه خبر نه یم چی هغوی له کومه ځایه خپل کسان ګوماری . دا باالکل د ملنډو وړ دی . » ده په مخدره موادو کی هم خپله لاس لرنه رد کړه .
خو څیړونکي وایی چی د یوه طرفه مسلسل تورونه او د بل طرفه هم مسلسل انکارونه اوس یوه عادی موضوع ګرځېدلې ده .