کور / تازه خبرونه / په هرات کې یو دولس کلن هلک وتښتول شو

په هرات کې یو دولس کلن هلک وتښتول شو

دهرات ولايت په مركز كې نن سهار وسله والو انسان تښتونکو یو دولس کلن هلک وتښتاوه.

دپیښی عینی شاهداونو ویلی دی چی انسان تښتونکو ددغه هلک دکور مخی ته دیوه صرف موټرسره ودریدل او هلک چی دکور په لور روان په زوره و موټر ته پورته کړ. دغه هلک دیو شتمن هراتی تجار زوی دی چی تر اوسه یی څرک نشته.

دهرات ولایت امنیتی چارواکې وایی ددغه هلک دتښتونی په هکله به تحقیقات وکړی .

که څه هم ددغه هلک د تښتونی لامل لاندی په معلوم خو ځای خلک وایی ددغه کس تښتونه اقتصادی لامل به لړی.

په تیره میاشته کې، ورسته ترهغه چی یو ځوان په هرات ولایت کې دانسان تښتونکو له خوا ووژل شو ددې ولایت په سلګونو اوسیدونکوپه یو لاریون لاس پورې کړ.

دلاریون کونکو شمیری چی سلګونو ته رسید په داسی حال کې چی ددولت ضد شعارونه یی ورکول دهرات ولایت دامنیتی چارواکو داستعفا او د امنیت دټینګښت غوښتنه یی کوله .

تر دی وروسته دهرات ولایت امنیتی چارواکو لاس په یو لړ پلټونکو عملیاتو پوری کړ او ګن شمیر دانسان تښتونکو ډلی یی ونیولی.