کابل : ملګرو ملتونو سازمان پر خپل میلمستون باندی شوی ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده.
دغه بریدونه چي نن د چهارشنبې پر سهار د ملګرو ملتونو پر میلمستون د وسله والو طالبانو کړی په اړه یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان دلوی منشي ځانګړی استازی کای ایدي خبریالانو ته وویل په برید کي ددغه سازمان پنځه کارونکي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي .
نوموړی د وژل شویو او ټپیانو هویت څرګند نکړ. ښاغلی ایدی وویل دغه برید به په افغانستان کي ددوی پر فعالیتونو کوم منفي اغیز ونکړي .
د ننني بريد وېډيوګاني :