کور / تازه خبرونه / راپور : ولي کرزی د « سي آی اې » معاش خور دئ

راپور : ولي کرزی د « سي آی اې » معاش خور دئ

فرانس پریس آژانس د نیویارک ټایمز په حواله خبر ورکوی چی د حامد کرزي ورور ولی کرزﺉ د تیرو ۸ کالو راهیسی د سی آی اې معاش خور دی .

راپور وایی چی دغه جاسوسی شبکه ولي کرزي ته د مختلفو فعالیتونو په بدله کی پیسې ورکوی لکه په کندهار او ورپورو سیمو کی هغه پوځی ډوله ځواک ته د خلکو ورشاملول چی کارونه یې سی آی اې مخته بیایی او بل هم دا چی د سی آی اې د ارتباطاتو سره مرسته کوی او کله کله د طالبانو د پیروانو سره هم ګوری .

خبر د نیویارک ټایمز د راپور له مخی وایی چی په مخدره ییز کاروبار متهم ولی کرزی د سی آی اې سره پراخی اړیکی لری . ورځپاڼه د یو لوړ امریکایی مامور له قوله لیکی چی « دﺉ زموږ د کور څښتن دی » یعنی سی آی اې او امریکایی خاصو ځواکونو ته یې د ملاعمر پخوانی کور په اختیار کی ورکړی دی .

فرانس پریس وایی چی کله موږ د سی آی اې څخه د هغوی سره د ولی کرزي د ارتباطاتو په باره کی وپوښتل نو هغوی د ځواب ویلو څخه ډډه وکړه . خو ولی کرزي دا تورونه په کلکه رد کړي دي .