ایساف په خپل تازه خبر کی نن وویل چی هغه لوېدلې الوتکه او د هغې درې عمله یې پیدا کړي دي چی دوې هفتې مخکی د نورستان په غرونو کی لوېدلې وه . دا طیاره تر پوځی مأموریت وروسته بګرام ته روانه وه چی ورکه سوه . یوې بلی اکتشافی الوتکی درې ورځی وروسته د نوموړو کسانو مړي پیدا کړي وو چی یو پیلوټ یو د هغه معاون او درېیم یې هم تخنیکی همکار و . خبر زیاتوی چی د اکتوبر په ۱۷ د لوېدلی طیارې مهمی پرزې وکښل سوې طالبان نه دي خبر سوي او وروسته طیاره ویجاړه کړای سوه . خبر زیاتوی چی الوتکه طالبانو نه وه ویشتلې خو د لوېدو علت یې هم نه دی ښودلی .