فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن د افغانستان په جنوب کی د دوو بیلابیلو حملو په نتیجه کی اته امریکایی پوځیان او یو ملکی نفر ووژل سول ، خو ځای یې مشخص نه کړ . پرون هم د ددرو امریکایی هلیکوپترونو د لوېدو له امله ۱۴ امریکایان ( چی ۱۱ یې پوځیان او دری هم سفارتی کارمندان وو ) وژل سوي وو . په دې سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمیر ۹۰۵ ته ورسېد چی امریکایی مقامات یې ډیر وارخطا کړي دي .