کور / تازه خبرونه / د جګړو له امله دوه لکه ملکي وګړي کډوال سوي دي

د جګړو له امله دوه لکه ملکي وګړي کډوال سوي دي

له جنوبي وزيرستان څخه هره ورځ په سلګونو کورنۍ د پنجابي پوځ د عملياتو له امله کور کلی پريښودو ته مجبوره کېږي ، نن هم پاکستاني پوخ پر سيمه هوايي او ځمکني پوځي عمليات روان ساتلي ، له اسلام اباده ترلاسه سوي خبرونو کي ويل سوي چي نن يې د ۵۷ تنه مخالفين وژلي دي ، ځايي طالبان د اسلام اباد لخوا خپاره سوي خبرونه ردوي او وايي چي پوخ ته يې درانه زيانونه اړولي دي .

بله خوا هغه کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي چي غواړي خپل ځان او کورنۍ د جګړې له سيمو وباسي ، ددوی لپاره د ترانسپورټ هيڅ ډول اسانتيا نسته ، تعليمي او روغتيايي مرکزونه يا تړل سوي او يا يې خپل خدمتونه ځنډولي دي . پاکستاني پوځ ويلي چي ښايي د وزيرستان عمليات اووه مياشتي وخت ونيسي ، کارپوهان د ساړه ژمي د رارسيدو له امله د يوه بشري بحران رامنځته کېدو څخه په تشويش کي دي .