دكندهار په ناارامه ولسوالي پنجوايي كې دسه شنبې په ماپښين بيا پرنړۍ والو سوله ساتو ځواكونو بمي بريد وشو خو تردامهاله يې لا وراوښتې مرګ ژوبله نه ده روښانه . يوه امنيتي ساتونكي اسدالله له پنجوايي ولسوالي څخه لراوبر ته وويل چې ښايي نړۍ والو پوځونو ته تاوان اوښتى وي خو ده ځان ناخبره وبلى . ننۍ چاودنه هم دپنجوايي په تلقان سيمه كېشوې ده .