اسوشیټیډ پریس د واشنګټن پوسټ په حواله خبر ورکوي چي د امریکا د خارجه وزارت یو لوی مامور ( ماتیو هوح ) چي پخوانی افسر و ، خو فعلأ په خارجه وزارت کي لوړ مقام لري او په افغانستان کي د دیپلومات په حیث دنده اجرأ کوي ، له خپل کاره د اعتراض په توګه استعفاء وکړه .
هوح ویلي چي د افغانستان جنګ نور ښورښ هم تولیدوي او زه په افغانستان کي د امریکا پر ستراتیژیکي مقاصدو اعتماد نه لرم . ده ویلی چی موږ هلته د راوتلو کومه ستراتیژي نه لرو حال دا چی د ورتللو پله مو درنه ده .
ده د سپټمبر پر لسمه استعفاء کړې وه خو هغه نن معلومه سوه .
دا لومړنی امریکایي دیپلومات دئ چي په افغانستان کي د امریکایي تګلاري پر خلاف له کاره استعفاء کوي .