کور / تازه خبرونه / دایکندی ولایت دپوهنی ریاست سره دغنمو مرسته وشوه

دایکندی ولایت دپوهنی ریاست سره دغنمو مرسته وشوه


د پوهني وزارت لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د نړيوال خوراکی سازمان لخوا د دایکندی ولایت دخدیر ولسوالی دښوونځيو زده کوونکو لپاره 68945 ټنو غنم د دایکندی ولایت دپوهنی ریاست سره مرسته وکړه.
د خبرپاڼي له مخي چی یادشوی غنم به د دایکندی ولايت دخدیر ولسوالی اړوند دښوونځيو زده كوونكو  ته يوه- يوه ۵۰ كيلويي بوجى دمهال ويش سره سم دټاكل شوى هيئت په وړاندى وويشل شى.
دیادونی وړده چي د دايكندى چي مخکي د روزګان ولايت يوه ولسوالي وه د ولسمشر کرزي لخوا په ولايت واړول سو او اوس يې يوازي دخدير په ولسوالي کي ۱۳۷۸۹ تنه زده كوونكى چى ددى جملى نه ۱۷۱۱ تنه يي انجونى دى په زده كړه بوخت دى.