له کندهاره ترلاسه سوي خبرونو له مخي ددې ولايت د کوهک په سيمه کي دناټو او ملي اردو ځواکونو لخوا ګډ پوځي عمليات ترسره سوي دي ، د چارواکو په وينا په دې عملیاتو کي د مهمو قومندانانو په ګډون ۹ طالبان وژل سوي دي . بله خوا قاري يوسف احمدي رسنيو ته د خپلي خوا مرګ ژوبله رد کړې او ادعا يې کړې ده چي په جګړه کي يې ناټو او ملي اردو ځواکونو ته د سر او مال زياناړولی دی ، که څه هم په دې سيمه کی په لوی شمېر ملکي وګړي اوسيږي خو دمرګ ژوبلي په اړه يې خبر نه دی ترلاسه سوی .