کور / تازه خبرونه / په پکتيا کې دولسمشرکرزي په پلوۍ لويه غونډه وشوه

په پکتيا کې دولسمشرکرزي په پلوۍ لويه غونډه وشوه

پکتيا کې دولسمشرکرزي په پلوۍ لويه غونډه وشوه
د پکتيا ولايت په مرکزګرديزښارکې نن د تلې په ٤مه د يوې لوې غونډې په ترڅ کې له ولس مشرکرزي څخه د ملاتړاو په دوهم ځلي ټاکنوکې د پراخ ګډون ژمنه وشوه.
په دغه غونډه کې د پکتيا ولايت قومي مشرانو،په پارلمان کې د دې ولايت اوګاونډيو ولايتونو استازو،سلګونو قومي مخو راو ولسي خلکو ګډون کړى وو.
د غونډې ګډونوال په يوه خوله له ولس مشرکرزي څخه خپل ملاتړاعلان او په دوهم ځلي ټاکنو کې يې د پراخ ګډون ژ منه وکړه.
په ولسي جرګه کې د پکيتاولايت استازې او قومي مشرپاچا خان ځدراڼ په غونډه کې پربهرنيانو اودټاکنو په کمېسيون تو رولګاو چې په لوى لاس يې ټاکنې دوهم پړواو ته وغځولې.
يوشمېرنورمشرانو هم په خپلو خبروکې ورته نيوکې وکړې اودولت يې تورن کړچې په تېرځلي ټاکنوکې يې د ځينو و لسواليو امنيت نه وو ټينګ کړى چې پروينا يي خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې پاته شول.
قومي مشرحاجي نادر  وويل((داځل به دقومي اربکيوله لارې د ټاکنوامنيت وساتواورايه به ورکړو. ))
دغه قومي مشران وايي چې داځل به په پراخ کچه په ټاکنو کې برخه اخلي او خپله رايه به ولس مشرکرزي ته ورکوي.
په غونډه کې يو شمېر مشرانودا هم وويل دوى به هڅه وکړي چې په کليواوبانډو کې خلک رايې ورکولو ته وهڅوي تر څو ډيرى خلک په ټاکنوکې برخه واخلي. دا په داسي حال کي ده چي يو شمېر نور افغانان تر هغه وروسته د ټاکنو پر بهير بې باوره شول چي په وينا يې ددوی لخوا کارول شوو رايو ته ارزښت ورنکول شو . بله خوا طالبانو هم د ټول هيواد په کچه له افغانانو غوښتي چي که د انتخاباتو په ورځ د رايي ورکولو پر مهال زيانمن شول د شکايت حق نلري ، طالبانو دا ګواښ د يوې اعلاميې په ترڅ کي کړی و .

د ويلو ده چې دولس مشر کرزي په پلوى تردې وړاندې په ننګرهاراو کندهار ولايتونو کې هم ورته غونډې شوې وې .