د ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې خبریالانو ته د جمهوري ریاست د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله هغه غوښتنې چې د کابینې دری وزیران او یو لوی ریس دی له دندو ګوښه کړای شي، د قانون خلاف وبللې وی ویل په قانون کې داسې غوښتنې د هر نوماند له اړخه چې وړاندې کیږي، د منلو وړ نه دي.
حمیدزاده دا ډول د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر هغه خبرې چې ګواکې وسلوال له افغانستان نه د پولې هاغه غاړې ته اوړي ردې کړي، وې ویل دا یوازې ادعاوې دي او په ډاګه دا ده چې د پولې هاغه غاړه د وسلوالو ځایګی دی.
همایون حمیدزاده دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولسمشر ویلي وو د افغانستان شمال ته بهرني الوتکي جنګیالي استوي، وویل پدې اړه لا هم پلټنې روانې دي او ښايي ژر به یې پایلې اعلان شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه