کور / تازه خبرونه / ننګرهار : طالبان وایی یو ټانک او ۱۴ امريکايان يې له منځه وړي

ننګرهار : طالبان وایی یو ټانک او ۱۴ امريکايان يې له منځه وړي

پرون ماسپښين ناوخته داسلامي امارت دتوره بوړه جهادي محاذمجاهدينودننګرهارولايت دخوګياڼوولسوالۍ مربوط دميملي په سيمه کي يوټانګ په ماين والوزاوه چي پکي ناست شپږتنه امريکايان ووژل شول،دا خبره د توره بوړه جهادي محاذ لخوا  لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ياده سوې ده ، نوموړی وايي : ترچاودنې وروسته يرغلګروخپل مړه کسان راټولول چي په همدې وخت کي پرې مجاهدينووسلوال بريدوکړ،دبريدپه دوام کي نوورمجاهدين هم راورسېدل اوجګړې يوه نوې بڼه خپله کړه مجاهدينوله يوې نوې روحيې سره پردښمن هجوم ورووړچي دجګړې ترپای ته رسېدوپوري درې ټانګونه ويشتل شوي وواوپه جګړه کي څورلس تنه خارجي عسکرووژل شول .  قاري سجاد د خپلو کسانو د مرګ ژوبلي يادونه نده کړې .