کور / تازه خبرونه / یو برتانوی پوځي او یوه اسټرالیایی سپۍ ووژل سول

یو برتانوی پوځي او یوه اسټرالیایی سپۍ ووژل سول

د انګلستان د دفاع وزارت خبر ورکوی چی یو برتانوی پوځی د هغو زخمونو څخه مړ سو چی په کندهار کی د ماین په چاودنه کی ټپي سوی و .

د اسټرالیایی خبرونو د ویبپاڼی له مخی د ( نووا ) په نوم هغه مشهوره پاپۍ په ارزګان ولایت کی د یوې ترافیکی پیښی په ترڅ کی ووژل سوه چی د دوی په وینا یې ډیر پوځیان د ښخو کړو ماینونو څه ژغولي وو .

دغه سپۍ ماینونه کشفول او پوځیانو د هغې په وژنه سره ویر ښکاره کړ . په دغسی یو سپي باندی څه نا څه یو ملیون ډالره مصرفیږی . د هغې جسد به تر سوځلو وروسته ایرې سی .