کور / تازه خبرونه / د نن ورځی امریکایی تلفات ۱۴ وښودل سول

د نن ورځی امریکایی تلفات ۱۴ وښودل سول

ټیلیګراف ورځپاڼه په خپل تازه خبر کی وایی چی د افغانستان په بادغیس او هلمند کی د درو امریکایی هلیکوپترونو د لوېدو څخه د وژل سوو امریکایانو تلفات ۱۴ ته ورسېدل چی ۱۱ یې پوځیان او ۳ یې هم د سفارت کارمندان دي چی د مخدره موادو د کنټرول افسران وو .

په بادغیس کی چی کوم هلیکوپتر راولوېد طالبانو یې د ویشتلو ادعا کړې ده خو امریکایی منابع یې علت « نامعلومه » بولی . په هلمند کی بیا دوه هلیکوپترونه په هوا کی سره ټکر سول او دواړه راولوېدل . په دغو درو واړو هلیکوپترونو کی جمعأ ۱۴ امریکایان او ۱۴ هم افغانی پوځیان له منځه ولاړل چی دا په تیرو څلورو کالو کی يه یوه ورځ کی د امریکایانو غټ ترین تلفات دي .

په دې سره د امریکایی پوځیانو ټول تلفات په افغانستان کی ۸۹۷ ته ورسېدل .