کور / شعر / غنم رنګ اشنا

غنم رنګ اشنا

سره لبان دې پاڼې د ګلابو دي دلبرې
سپین او سره باړخو دې د انارو دي دلبرې

وایي چې په سپین کښې غنم رنګه یې جانانه
خوماته مخامخ چې شې بې رنګه یې جانانه

څوک واېي چې دوست نه یې د خدای
چې تراوسه ما سيي نکړې په خدای

دادې څنګه کرامت شولو جانانه
چې یو ریبار نن دوه شولو جانانه

راشه زما خواته چې ژوند مې نوی رنګ واخلي
رقیب شي سربداله او اغیار په منځ کښې جنګ واخلي

جام د میو څه کړم چې نشه یم ستا په سترګو
نغمې دمطرب څه کړم چې خمار یم ستاپه سترګو

چې سترګې پښتنې کړې غنم رنګ دلبره
ځان کړمه تیار ستا دجنګ دلبره

بس دی نور په زړه مې راوریږه ګلورینه
وړانګې دې د حسن رالیږه ګلزرینه
یقین مې دی اشنا چې یو ورځ به سره کینو
راته تلاوت به کړې د حسن آیاتونه پرتمینه

۲۶/۱۰/۲۰۰۹ 
کارته پروان ، کابل.