کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دمالي ستونزو د اواري كميسيون به هم د نورو كميسيونو په څېر وي؟

دمالي ستونزو د اواري كميسيون به هم د نورو كميسيونو په څېر وي؟



له طالبانو را وروسته دوره كې كوم څه چې خلك يې په هر غم او ښادي كې د جوړېدو غږ اوري هغه د كميسيون نوم دى. په ۱۳۸۴ لمريز كال كې د په هېواد كې د رشوت او فساد په ضد كميسيون جوړ شو. نوموړي كميسيون چې درې كاله عمر يې درلود، تېر كال بېرته وران شو، خو كه چېرې يې له كاركوونكو څخه پوښتنه وشي چې د كار پايله مو څنګه وه، اوڅومره قضيې مو وڅارلې او څومره مو د قانون منګولو ته وسپارلې، دوى وايي چې قضيې مو ډېرې څارلې دي خو كميسيون نه شي كولاى د هغې قضيو په اړه كوم قانوني چلند وكړي. د هغې كميسيون د يو غړي په وينا دوى دومره توان نه درلود چې د ډېرو قضيو په اړه كوم كار وكړي، ځكه چې ډېريو قضيو په لوړپوړو چارواكو پورې اړه درلوده. خو نوموړى كميسيون يو ځل بيا د ۱۳۸۷ كال په پاى كې د يوې نوې ادارې په نوم په كار پيل وكړ، چې اوس به هم همغه وړۍ او همغه شړۍ وي.
نو چې داسې ده بيا نو د كميسيون مانا څه د نوې ادارې د جوړولو مانا څه؟ ولې په بېلابېلو نومونو يوازې د څو كسانو معاش اخيستو او خپلو درغليو ته زمينه برابروي. په داسې حال كې چې د كار پايله يې مناسبه نه وي. موږ په دې وروستيو كې د يو بل كميسيون له جوړېدو څخه خبرتيا تر لاسه كړې، چې هغه د مالي ستونزو د اواري كميسيون بلل كېږي، د نوموړي كميسيون د جوړېدو په اړه د افغانستان بانګ رييس ښاغلي عبدالقدير فطرت ويلي چې دا کميسيون په ډېرې چټکۍ سره د مالي شخړو قضيې اواروي.
افغان چارواكي وايي، دا كميسيون د بانكونو او دغه راز د مخابراتو په برخه كې مغلقې ستونزې اواروي او د دې ترڅنګ د مخابراتي خدمتونو څرنګوالى هم څاري.
قدير فطرت وايي په خوا په افغانستان كې داسې كومه مرجع نه وه، چې د مخابراتي خدمتونو او بانكدارۍ د سكتور په برخه كې يې ستونزې اوارې كړې واى.
ښاغلي فطرت، چې په كابل كې يې د مالي ستونزو د اوارولو د كميسيون د پرانيستلو پر مهال يې له خبريالانو سره خبرې كولې وويل، دا نوى جوړ شوى كميسيون په بانكدارۍ پورې اړوندې پېښې، مالي او مخابراتي كړكېچونه څاري، ارزوي او بيا يي په اړه اړوندو ادارو ته د سلا مشورې لپاره وركوي نوموړى زياتوي:
“ګټه يې داده، چې دا کميسيون به په ډېرې چټکۍ سره قضيې اواروي، ځكه چې د دې کميسيون ډېر غړي متخصصين دي، په مخابراتي او بانکي چارو کې زموږ په اوسني قضايې سېستم کې دومره پرمختللى تخصص نشته، دوى له يوې خوا تخصصي بڼه لري او له بلې دا چې کميسيون په ډېرې چټکۍ سره د مالي شخړو قضيې اواروي”
دا نيمه قضايي كميسيون د افغانستان بانك د قانون په چوكاټ كى جوړ شوى، چې له شپږو مياشتو راهيسې يې په غير رسمي توګه په كار پيل كړى او ځينې مالي او مخابراتي ستونزې يې اوارې كړې دي.
د دې كميسيون مشر عبدالله دورانى وايي دوى هڅه كوي، چى يوه قضيه له قانون سره سمه لومړى په دوستانه چاپېريال كې اواره كړي او كه چېرې په پنځه لس ورځو كې قضيه اواره نه كړي نو بيا به وروستۍ پرېكړه محكمه كوي.
خو دى وايي، په هر حال هڅه كوي، چې قضيې د نړيوالو معيارونو پر اساس اوارې كړي:
“دا خلک لوړې زده کړې لري، هغوى غواړي په نړيوالو معيارونو باندې دا قضاياوې وڅېړي او د انصاف له مخې پرېكړې وکړي، څارنه خو نه کېږي خو که قضيې په يوه طرف فيصله شي نو هغوى مختار دي چې محاکمو ته ولاړ شي.”
د افغانستان د مخابراتو وزارت هم د دغه كميسيون د جوړېدو هركلى كړى او هيله يې څرګنده كړې، چې د دې كميسيون د بې لوري اقدماتو په پايله كې به مخابراتي خدمتونه لا هم پياوړي شي.
په افغانستان كې د نوي حكومت له جوړېدو وروسته د خصوصي سكتور د سياليو په ډګر كې د بانكونو او مخابراتو په برخه كې د پام وړ پرمختګ شوى، چى دا مهال له پنځه لسو زيات خصوصي بانكونه او له پنځو زيات د مخابراتو د سكتور كمپنۍ فعاليت لري.
كه چېرې د مالي ستونزو د اواري نوې اداره يا نوى كميسيون چې د افغانستان بانګ په چوكاټ كې فعاليت كوي هم د نورو كميسيونو او نورو ادارو په ډول خپل كار مخته يوسي او په خپلو كارونو كې د نورو ادارو په ډول ناكام پاتې شي نو دا به له يوې خوا په دولت او چارواكو باندې د خلكو اعتماد او باور ته صدمه ورسوي او له بلې خوا به د هېواد اقتصاد ته يوه لويه ضربه وي او نور به بيا خلك د چارواكو په كميسيونو او نوو ادارو بې اعتماده شي او د كميسيونو او ادارو جوړښت ته به د ملنډو په سترګه كتل كېږي، نه د يوې ادارې په سترګه، ځكه چې تر دې مخكې د فساد او رشوت پر ضد اداره، د اداري اصلاحاتو كميسيون، د بېړنيو طبيعي پېښو د كچې د ټيټوالي اداره او داسې نورو ادارو فعاليت درلود چې ډېرى يې په خپلو كارونو كې نه دي بريالي او له بلې خوا اوس هېوادوال د كميسيون له نوم څخه بده وړي، ځكه چې په دې حكومت كې تر هر څه كميسيونونه ډېر دي خو پايله يې كمزورې ده.
د ۱۳۸۸ لمريز كال د لړم لومړۍ نېټه