کور / تازه خبرونه / د ناټو يوه الوتکه غورځېدلې ده

د ناټو يوه الوتکه غورځېدلې ده

د ناټو اړوند يوه څرخکه الوتکه نن د افغانستان په جنوب لويديځ کي رالوېدلې ده او سپرليو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده ، د ناټولخوا لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي د وژل سوو کسانو شمېر څلور او د ژوبل سوو ۲ ښودل سوی دی ، ناټو د څرخکي رالوېدل د هوا خرابوالی ښودلی دی . بله خوا طالبان وايي د ناټو الوتکه يې راغورځولې او ادعا کوي چي ۲۲ تنه پکښي وژل سوي دي . 

ناټو په دې خبرپاڼه کي وايي چي د سهيل لويديځ په يوه بله برخه کي يې له طالبانو سره جګړه کړې او په لسګونو طالبان يې وژلي دي .