کور / تازه خبرونه / كوټه : د امن د ټنګولو لپاره سخت سكورټي انتظامات نيول سوي

كوټه : د امن د ټنګولو لپاره سخت سكورټي انتظامات نيول سوي

په كوټه كي د بدامنۍ او نا سمو حالاتو له وجي سخت انتظامات نيول سوي دي.

د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كي عام خلګ د پاكستاني ملېشو د بيا -بيا تلاشۍ كولو په وجه باندي سخت په عذاب سوي دي. اكثره خلګ دا شكايت كوي چي اوس د ۱۵ مينټو لاره پوره په يوه ګنټه كي نه سي وهلى، د دې وجه دا ده چي پاكستاني ملېشې په ښار كي دننه له شخصي موټرانو، موټرسايكلانو، سايكلانو او له دې پرته له ښاري بسونو څخه هم خلګ راكښته كوي او تلاشي كوي يې چي ددغو تلاشيو لپاره تر ډېره لېري پوري موټران په قطار ورته ولاړ وي، كه څههم حكومت كوښښ كوي چي په كوټه كي نا امنيو او نورو ناوړه پېښو ته د پاى
ټكى كښېږدي .

خو ياده دي وي چي نن يكشنبه هم په كوټه كي د بلوچستان ايالت د ښووني او روزني صوبايي وزير شفق احمد خان په د نا معلومو كسانو له خوا او د خضدار په زهري سيمه كي په جلسه كي دوه پاكستاني پوليس ووژل سول.