د افغانستان د اوسنیو اته شپېته ښځينه شاعرانو د شعرونو غورچاڼ خپور شو.
دغه غورچاڼ چې “د سپوږمۍ تر كلي” نومېږي، دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړې، ځوانې شاعرې او ليكوالې سپوږمۍ نوري را ټول كړي دي.
د سپوږمۍ تر كلي غورچاڼ باندې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزير عبدالكريم خرم، شاعر او ليكوال علم ګل سحر، په ولسي جرګه كې د خوست د خلكو استازې سايره شريف او ناول ليكونكې او شاعرې توبا ندا ساپۍ سريزې كښلې دي .
د ښځينه شاعرانو دغه ټولګه په كابل كې مېرمن كلتوري ټولنيز بهير خپره كړې ده. په كتاب كې د هرې ويناوالې لنډه بيوګرافي هم راغلې ده. دغه کتاب په ۲۰۲ مخونو کې په ښکلې قطع او صحافت دمیرمن بهیر له خوا او د اطلاعاتو کلتور وزارت په مالي مرسته په کاروان مطبعه کې خپور شوی دی.
مینا نظري
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړې