کور / تازه خبرونه / احسان ضیا: پنځه زره ټولګټې پروژې پلې شوې

احسان ضیا: پنځه زره ټولګټې پروژې پلې شوې

دافغانستان د کلیو دبیارغونی او پراخیتا وزارت چارواکی وایی چی د روان لمریز کال په دوهمه ربع کی یی څه باندی پنځه زره ټولګټی پروژی په ټول هیواد کی پلی کړی دی.

د کلیو د پراختیا وزیر انجنیرمحمد احسان ضیا دغه څرګندونی دیکشنبی پر ورځ په کابل کی د روان لمریز کال په دوهمه ربع کی د نوموړی وزارت د فعالیتونو د رپوټود ورکولو په موخه جوړی شوی غونډی ته وکړی.
ده زیاته کړه چی دغه وزارت د روان کال په دوهمه ربع کی پنځه زره اته سوه شپږ دیرش ټولګټی پروژی د شپږ اعشاریه دری میلیارد افغانیو په ارزښت په ټول افغانستان کی پیل کړی دی او یو میلیون وګړو ته یی ګټه رسیدلی ده.
نوموړی وویل دا پروژی یی د سړک ، ښوونځیو، کلینیکونوجوړولو،د ژورو څاګانو کیندلو،د سیندونو غاړو په ټینګولواوځینو نورو برخو کی پلی کړی چی د ځینو په بشپړیدو یی له کال څخه زیات وخت وځی.
خبری ناستی ته ښاغلی ضیا وویل ددی پروژو په پلی کیدو سره پدی شپږو میاشتو کی څه د پاسه شپږ دیرش زره وزګار کسان په کار ګمارل شوی دی.