انرژي د يوه هېواد د پرمختګ لپاره يوه ډېره اړينه مسئله ده. له انرژي بيا په ځانګړې توګه له بريښناييزې انرژي څخه پرته، د يو ملت ژوند له ډېرو ستونزو او كړكېچونو سره مخامخ كېدلى شي. د صنايعو د ځواكمنتيا په برخه كې، د كار موندنې، مخابراتي كړنو، د څكلو او كرنيزو اوبو برابرولو، په پوهنتونونو او اكاډميكو مركزونو په علمي څېړنو كې، د روغتونونو په ورځني كار او نورو پوهنيزو برخو كې د برېښنا نه شتون ستونزې زېږولى شي.
افغانستان د انرژۍ د منځپانګې له اړخه يو ډېر بډاى هېواد دى. افغانستان برسېره پر دې چې په كال كې د ۳۰ زرو ميګاواټه اوبو برېښنا د توليد ظرفيت لري، د ۲۰ زره ميګا واټه بادي او لږ تر لږه د ۱۰ زره ميګاواټه لمريزې بريښنا د توليد ظرفيت هم لري. خو له بده مرغه د افغانستان د حكومتونو او چارواكو د بې غورۍ له امله چې په دې پرخه كې يې کوي، اوس مهال افغانستان يوازې۱۴۰ ميګاواټه برېښنا توليدوي.
د اوبو برېښنا سرچينې درلودل د يوه هېواد د وګړو لپاره يوه لويه شتمني ده. د ورستيو شمېرو پر بنسټ هر كال د افغانستان ۸۱ مليارده متر مكعب روانې اوبه، د افغانستان د حكومتونو د بې كفايتي له كبله ګاونډيو هېوادونو ته بښل كېږي. د اوبو برېښنا كولاى شي د انرژۍ له پلوه د خلكو اړتيا په ارزانه او صحي ډول رفع كړي. د اوبو برېښنا وسايل د نورو برېښنا توليدونكو وسايلو څخه زيات عمر لري او په ارزانه بېه جوړېدلی شي
په هېواد کې د جګړو له امله د برېښنا زياتره شبکو کلک زيان ليدلی دی، چې له امله يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د نوي حکومت په جوړېدلو سره خلکو دا تمه درلوده چې لږ تر لږه کابل ښار چې د هېواد پلازمېنه ده، روښانه شي. خو تر اوسه د نه يوازې کابل چې د هېواد په کچه د پام وړ کار نه دى ترسره شوی.
خو بيا هم پس له هغې چې تېر كال د افغانستان دولت له ګاونډويو هېوادونو څخه د برېښنا پېرودل پيل د هېواد په لويو ښارونو او بيا په ځانګړې توګه په كابل كې د برېښنا ويېشلو له امله يو لړ آسانيتاوې د برېښنا په برخه كې رامنځته شوې. د دغو آسانتياو سره مل يو لړ ستونزې هم رامنځته شوي دي او هغه د برېښنا د وېش پر مهال د خلكو زورېدل او له چارواكو څخه شكاېت لرل دي. تېره اوونۍ مې په نګاه ټلويزون كې وليدل چې د ديارلسمې ناحيې اوسيدونكو له برېښنا د ناعادلانه وېش او د ځايي چارواكو لخوا د پېسو غوښتلو څخه شكاېت درلود. د سيمې د اوسيدونكو په وينا چې هغوى يو ځل د برېښنا او اوبو لګولو وزارت د مسوولينو پر وينا د كېبل غزولو لپاره د حشر په ترسره كولو جر كېندستى و او اوس بيا له هغوى څخه د كېبل غځولو په نوم پېسې غوښتل كېږي.
دا هغه څه دي چې ما پخپله هم كله چې موږ ته برېښنا راكول كېده ليدلي دي. كله د ميتر نه راسېدو بهانه، كله د فيوز نشتون، كله د برمې نشتون، كله د ميتر لګونكي موظف كس نه راتل او داسې نورې ډيرې بهانې چې د هر يو په بدل كې يې د پېسو غوښتنه كوله.
د افغانستان په دولت كې د شته فساد په پام كې نيولو سره دا لرې نه بريښي چې هر كله چې د اوبو او برېښنا وزارت يوې نوې سيمې ته د برېښنا وركولو هوډ كړى، نو د خوشحاليو تر څنګ خلكو ته رنځ او ځورېدنه هم په برخه شوي دي.
البته دا د ستونزو رامنځ ته كولو مساله يوازې د برېښنا د وېشلو په برخه كې نه ده. دا ډول ستونزې حتى پخپله د دولتي مامورينو د معاش اخېستلو پر مهال هم رامنځ ته كېږي لكه د وړو او غټو پېسو وركول او داسې نور چې په حقيقت كې د رشوت اخيستنې زمينه چمتو كوي.
د افغانستان خلكو په تېرو كابو اتو كلونو كې تل د دولت څخه دوه مهمې غوښتنې لرلي دي، يوه د سولې او امنيت غوښتنه او بل د فساد او بډو غوښتلو له منځه وړل.
خو ځيني وخت كه موږ دغه رشوت خوارو ته پام وكړو نو وينو چې د هغوى هغوى د مشرانو په پل ګام اېښودى ځكه اوبه له پورته خړې دي نه له كښته څخه. بل دا چې ټوله مياشت يوازې د دوه نيم درې زره افغانيو په بدل كې د يوې لس كسيزه كورنۍ چلو هم ګران كار دى. له همدې امله دوى اړ كېږي چې بډې وغواړي.
تر څو د افغانستان حكومت د اداري فساد جرړې له منځه يو نسي او رېښې يې وچې نكړي، چې البته د يو څو كسه رشوت خوارو په زنداني كولو سره نه كېږي، د افغانستان خلك به تل د يو ښه كار د ترسره كېدو په خاطر د خوشحالۍ ښودلو تر څنګ د كړاونو څخه هم شكاېت ولري.